برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۶ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د عربستان د بهرنیو چارو وزارت د کاناډا سفیر ته له عربستانه د وتلو حکم ابلاغ کړ.

آریانانیوز: سعودي عربستان همداشان له کاناډا څخه خپل سفیر بیرته وروغوښته او په دغه هیواد کښې یې خپل ټول نوي سوداګري او د پانګونې فعالیتونه وځنډول.



د ویلو ده چې سعودي رژیم تیره اونۍ د سمر بدوي او نسیمه الساده په نومونو د مدني ټولنې او د ښځو د حقوقو دوه فعالانې نیولې دي.
کاناډا له دغو نیونو وروسته په یوه خبرپاڼه کښې په عربستان کښې د مدني فعالانو له نیول کیدو اندیښنه څرګنده کړه او د هغوي د آزادۍ غوښتنه یې وکړه.
زیاتره نړیوالو او د بشري حقوقو سازمانونو لکه د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقوقو څارونکې ادارې هم د سعودي رژیم پر دغه کار نیوکه کړې ده.
د دغو سازمانونو په وینا، سعودي رژیم په نړۍ کښې د بشري حقوقو یو ستر خلاف ورزي کونکی دی.
په عربستان کښې د سیاسي بندیانو شمیر کابو ۳۰ زره تنه دی چې د عربستان د خلکو خلاف د آل سعود ډیکټاټور رژیم د پولیسي سیاستونو د ژورتیا ښودنه کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي