برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۲ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د صهيونېسټی رژيم پر يو فوځي برج دفلسطيني ځوانانوبرید

د فلسطين د اطلاع رسونې د مرکز دیو رپوټ له مخې يو شمېر فلسطيني ځوانانو بېګا د قلقيليا ښار د ختيځ په عزون ښارګوټي کښې د اسرائيلو په يو فوځي برج باندې حمله وکړه او د هغه لوري ته يې څو لاسي بمونه وروغورزول چې له امله يې د صهيونېسټ رژيم دغه اسرائيلي فوځي برج وسوزېد.



د فلسطيني مبارزانو له دغه اقدامه وروسته صهيونېسټو نيواکګرو قلقيليا سيمه په بشپړه توګه محاصره کړه او دغه ښار ته ننوتونکې لارې په سر کشې يې د تلاشۍ څو پوستې جوړې کړې.
همدارنګ د غزې د تړانګې اوسېدونکو فلسطيني ځوانانو نن سحر په څو پتنګانو پورې اور وتړۀ او هوا ته يې ولېږل.

يديعوت آحارانوت صهيونېسټي ورځپاڼې وليکل،د غزې په خاوشا صهيونېسټي ښارګيو کښې د دغو پتنګانو د غورزېدو له کبله په شپږو ځايونو کښې اور ولګېد او صهيونېسټانو ته يې يو لړ زيانونه ورسول.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي