برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۶ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د سعودي یوه سلفي عالم حیرانونکی فتوی

آریانانیوز: د سعودي یوه سلفي عالم په مسجد کې د وینا پر مهال وویل، ولسمشر یا حاکم که پر تلویزون باندي هره ورځ د نیم ساعت لپاره زنا وکړي، بیا یې هم په حق کې منفي خبره کول «ګناه» او ناجایز کار دی.


د سعودي سلفي دیني عالم عبدالعزیز الریس دغه وینا په ټولنیزو پاڼو کې لاس پر لاس شوه او خلکو بد رد باندي وویل.
نوموړي وویل چې حاکم باندي په هیڅ صورت خروج جایز نه دی، که څه هم هغه هره ورځ د نیم ساعت لپاره پر تلویزون باندي په ژوندۍ بڼه زنا وکړي او شراب وخوري.
نوموړي دغه وینا د مدنیې منورې په یوه مسجد کې کړې او زیاته کړې يې ده چې څوک غواړي حاکم ته نصیحت وکړي نو مخامخ دي يې ورته وکړي، که دا کار نشي کولای، نو خاموشي دي اختیار کړي، ځکه له دې څخه بیا نورې فتنې جوړیږي.
د نوموړي په وینا که څوک پر حاکم باندي نیوکه کوي، نو په داسي الفاظو دي يې وکړي چې د هغه نوم نه اخلي، مثلا وايي دي: زنا زیاته شوې او زنا حرامه ده، او بیا به حاکم ته دعا کوي تر څو د خلکو زړونه ورته را جلب شي.
د ټولنیزو پاڼو فعالانو د نوموړي وینا رد کړې او ویلي یې دي چې دغه سي فتواوي څرګندوي چې اوسني عالمان تر کومه حده د واکمنو د لاس آله ګرځېدلي.
د نوموړي پر قدم د متحده عرب امارتو یوه سلفي عالم هم قدم ایښی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه حدیث ته په استناد یې ویلي چې حاکم که زنا وکړي، شراب وخوري، ربا وخوري او د کفر نه علاوه ټولې ګناوي په ښکاره وکړي، بیا یې هم په اړه منفي خبره کول حرام دي.
د یادونې وړ ده چې په سعودي کې په سلګونو دیني عالمان د اصلاحاتو غوښتنې او ګناهونو د مخنیوي په اړه د ویناو له امله نیول شوي او ډیری یې له دې وجي هم نیول شوي چې ولي د حکومتي سیاست ملاتړ په رسنیو کې نه کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي