د سعودي حکومت مشهور عالم سفر الحوالي او د هغه دوه زامن عبدالرحمن او عبدالله په نامعلوم تور نیولي او بندیان کړي دي.
په ټویټر کې د «معتقلي الرأي» په نامه اکاونټ ویلي چې څیړونکی او مفکر شیخ سفر الحوالي د خپلو دوو زامنو په ګډون د خپل وروستي کتاب تر چاپ څو ورځې وروسته ونیول شو.
دغه کتاب «المسلمون والحضارة الغربیة» نومیږي، د کتاب په یوه برخه کې نوموړي د «نصائح لآل سعود» تر عنوان لاندي د سعودي حکومت او د سعودي علماو رهبري هیئت ته ځیني نصیحتونه کړي دي.
سفر الحوالي ۶۸ کاله عمر لري، د سعودي د مشهورو علماو څخه شمېرل کیږي.