برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۷ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د سعودي او کاناډا ددیپلوماتیکيو اړیکېو غوڅیدل

آریانانیوز: سعودي حکومت له کاناډا څخه خپل سفیر را غوښتی او د کاناډا سفیر ته یې د ۲۴ ساعتونو موده ورکړه چې له دغه هیواده ووځي.



دغه پرمختګ وروسته تر هغه را منځته شو کله چې په سعودي کې د کاناډا سفارت د ټویټر له لاري په دغه هیواد کې د یو شمېر مدني فعالانو ښځو او حقوق پوهانو نیونه وغندله او د هغوی د چټک خلاصون غوښتنه یې وکړه.
په دې وروستیو کې د سعودي حکومت یو شمیر هغه ښځي، حقوق پوهان او دیني علماء نیولي چې په دغه هیواد کې د بشري حقوقو په اړه غږ پورته کوي او یا په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو کې د حکومت د تګلارې پر ضد غږ اوچتوي، چې له امله یې د ګڼو بهرنیو هیوادونو له لوري تر پوښتنې لاندي راغلي دي.
سعودي د کاناډا د سفارت له لوري د بندیانو د چټک خوشي کولو پيغام په داخلي چارو کې مداخلت بللی دی او د کاناډا سره یې خپلي سفارتي، اقتصادي او علمي اړیکي پرې کړي دي.
د وروستیو راپورونو له مخې سعودي هغه ۱۵ زره زده کوونکو ته هم امر کړی چې له کاناډا څخه ووځي چې هلته د حکومت په بورسونو باندي زده کړي کوي او د تعلیم وزارت ته یې ویلي چې ددغو زده کوونکو لپاره دي بدیل پيدا کړي.
په ورته وخت کې د سعودي دولتي هوايي شرکت «طیران السعودیة» کاناډا هیواد ته خپلې ټولې الوتنې ځنډولي دي.
د رویټرز خبري اژانس د وروستیو راپورونو سره سم امریکا هم د سعودي څخه د بشري حقوقو د فعالانو د نیول کېدو په اړه پوښتنه کړې خو تر اوسه یې په اړه سعودي غبرګونه دی ښودلی.
د کتونکو په نظر د سعودي له لوري د کاناډا پر ضد کلک موقف نیول کیدای شي له دې امله هم وي چې په دې وروستیو کې د امریکا او کاناډا تر منځ هم اقتصادي کړکیچ وجود لري.
تر اوسه معلومه نه ده چې د کاناډا هغه مسلمان چې سږ کال د حج اراده لري او د سعودي په هوايي شرکت کې يې ټکټونه کړې وه، د کومو ستونزو سره مخ شي او کنه، خو تر دې وړاندي د قطر هیواد سره د سیاسي، اقتصادي او هر اړخیزو اړیکو پرې کولو وروسته د قطر حاجیان د تېر کال په څېر سږ کال هم حج ته نشي تللای.

شریک یي کړئ!