برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۵ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د دواتیا کلن ولسمشر استعفا

آریانانیوز: د الجزایر ولسمشر عبد العزيز بوتفليقه په دغه هېواد کې د پراخو لاریونونو او د پوځ د لوی درستیز تر غوښتنې وروسته د دولتي تلویزیون له لارې استعفا ورکړه.


د ۸۲ کلن عبدالعزیز چې له تېرو شلو کلونو راهیسې د الجزایر ولسمشر و پر خلاف هغه مهال لاریونونه پیل شول چې څه موده وړاندې هغه د پنځم ځل لپاره ولسمشرۍ ته د کاندیدۍ اعلان وکړ.
عبدالعزیز شپږ کاله وړاندې دماغي سکته کړې وه او له هغه له مهاله ډیر کم په عامو مجالسو کې راڅرګندیدلو.
د ولسمشر عبدالعزیز ملاتړو بیا د لاریون کوونکو څخه غوښتل چې له مظاهرو لاس واخلي او الجزایر د کورنۍ جګړې تورو ورځو او یا هم د سوریې حالت ته ونه ګرځوي.
الجزایر کې د ۱۹۹۱ز کال کې کورنۍ جګړې پیل شوې چې تر ۲۰۰۲ز کال پورې یې دوام درلودلو. په دغو جګړې کې نیږدې دوه لکه کسان و وژل شول.
خو د ريپورټونو له مخې د ولسمشر عبدالعزیز خلاف مظاهرې سولییزه وې او لاریونوالو آن سرکونه او کوڅې په خپله پاکولې.
د یادونې وړ ده چې د عبدالعزیر تر استعفا وروسته د سنا رییس عبدالقادر بن صلاح د ۹۰ ورځو لپاره د موقت حکومت ولسمشر ټاکل شوې. د الجزایر د اساسي قانون له مخې موقت حکومت باید د ۹۰ ورځو دننه په هیواد کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کړي.

شریک یي کړئ!