برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۶ مرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د کندهار د هوايي ډګر د یو شمېر کارکوونکو ډله ییزه استعفا

میدان هوایی کندهار

د کندهار د هوايي ډګر د کارکوونکو یوې ډلې د طالبانو له خوا د خپلو معاشونو د نه ورکړې له امله استعفا وکړه.


د کندهار د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر ۳۵ کارکوونکو د معاشونو د نه ورکړې له امله استعفا وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په وروستیو میاشتو کې له بېلابېلو ټولنو څخه په میلیونونو ډالر مرستې ترلاسه کړې، خو دغه مرستې خلکو ته نه دي رسېدلي.

د هیواد طبي کارکونکي، ښوونکي او نور دولتي چارواکي له وضعیت څخه ناراضه دي او د دوی لاریونونه په مکرر ډول د طالبانو لخوا ځپل شوي دي.

شریک یي کړئ!