برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اکرم خپلواک په سولې شورا کې له دندې استعفا ورکړه

آریانانیوز: د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس محمد اکرم خپلواک له خپلې دندې استعفا ورکړه.


یو؛ تلویزون پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې نوموړي نن (چهارشنبه، ۱۶لړم) خپله استعفا ورکړې ده.
تر اوسه د اکرم خپلواک د استعفا دلیل نه دی په ډاګه شوی.
اکرم خپلواک په داسې حال کې خپله دنده پرېږدي چې دوه ورځې وروسته مسکو کې د افغان سولې اړوند نړیواله ناسته کېږي.
په دې ناسته کې د سولې شورا یو پلاوی برخه اخلي، خو حکومت وايي دوی پکې ګډون نه کوي.
اکرم خپلواک چې د اشرف غني نږدې کس بلل کېږي، د تېر میلادي کال په اپریل میاشت کې د دې شورا د دارالانشاءرییس وټاکل شو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array