برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۰ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هرات والي له خپلې دندې استعفاء ورکړه

آریانانیوز: د هرات ولايت والي محمد اصف رحيمي له خپلې دندي استعفا ورکړې ده.


په هرات ولايت کې يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته ويلي دي چې ددې ولايت والي تيره ورځ د ناڅرګندو دلايلو له امله له
خپلې دندې استعفاء ورکړې ده.
سرچينې ويلي دي چې د والي استعفاء د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني له لوري هم منل شوې ده.
محمد اصف رحيمي له تيرو شاوخوا څلورو کالونو راهيسې د هرات د والي په توګه ټاکل شوی و او پرون يې استعفا ورکړه.
نوموړی د هرات له ولايت نه مخکې د کرنې او اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وزير و.
تر اوسه د نوموړي د استعفاء لامل نه دی معلوم شوی او نه هم په دې اړه د هرات والي رسنيو ته څه ويلي دي.
په دې وروستيو کې د ګډ حکومت د چارواکو استعفاګانې زیاتې شوي دي چې تر دې وړاندې د ميدان وردګ ولايت والي محمد عارف شاه جهان او تيره اوونۍ د سولې د شورا د دارالانشاء مشر اکرم خپلواک هم له خپلې دندې استعفاء ورکړې وې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي