برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۳ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دافغانستان سفیر له خپلې دندې نه استعفا وکړ

آریانانیوز: دیوراپورله مخی په اسلام اباد کې د افغانستان سفير عاطف مشعل خپله استعفا د ګډ حکومت مشر اشرف غني ته سپارلې او هغه هم منلې ده
که څه هم عاطف مشعل او حکومت تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو کابل نيوز تلويزون د حکومتي سرچينو په حواله ويلي، عاطف مشعل د ډيورنډ کرښې او په پېښور کې د افغان مارکيټ پر سر د جنجال له پېښېدو وروسته ځينې څرګندونې کړې وې، چې له پاکستاني چارواکو سره يې اړيکې ترينګلې شوې او بالاخره يې ولسمشر ته خپله استعفا وړاندې کړې ده
د سرچينې په وينا ښاغلي مشعل ولسمشر ته په د خپلې استعفا لامل د لوړو زده کړو بشپړول بللي، خو سرچينه وايي، ښاغلي مشعل د افغان سفير په توګه د پاکستان له لوري پر ډيورنډ کرښه د ازغن تار لګولو او پېښور کې پر افغان مارکيټ د پاکستان د قبضې پر خلاف څرګندونې کړې وې، چې له امله يې نوموړی په پاکستان کې له ننګونو مخ شوی و
ښاغلي مشعل ويلي و، د پاکستان له لوري د ډيورنډ پر کرښه د ازغن تار په لګولو ځمکني او جغرافيايي حقايق نشي بدلېدای او پر افغان مارکيټ د پاکستان بیرغ لګولو پر خلاف يې هم پېښور کې رسنيو ته ويلي و، چې دا مارکيټ د افغانستان ملکيت دی او هېڅکله به په دې اړه له خپلې دعوې تېر نه شي
له دغو څرګندونو وروسته د افغانستان سفير د پاکستاني استخباراتو «ای ايس ای» مرکز ته بلل شوی او د رپوټونو له مخې له سپکاوي ډک چلند ورسره شوی و
د سرچينې په خبره عاطف مشعل په پاکستان کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او له کابله هم ګيله من دی، چې مناسبه همکاري ورسره نه کيږي او همدا يې د استعفا اساسي لامل بلل شوی دی.

شریک یي کړئ!