برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۹ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د میدان وردګ والي له خپلې دندې استعفا وکړه

آریانانیوز: محمدعارف شاجهان د میدان وردګ والي تېره ورځ له خپلي دندې لاس په سر شو.


رسنیو ته رسیدلی خبر وایی چې نوموړي خپله استعفا د مستقلو ارګانونو ادارې ته وړاندي کړي، خو په دې اړه څه ویل شوي نه دي چې استعفا یې منل شوي کنه.
تراوسه دا هم څرګنده نه ده چې د محمدعارف شاه جهان د کار پریښودلو لامل څه دی.
محمد عارف شاه جهان، له یوه کال را هیسي د میدان وردګ والي ټاکل شوی، تر دې وړاندي نوموړی د فراه والي وو چې له هغه ولایته یې هم تېرکال استعفا کړي وه.
فراه او میدان وردګ دواړه یو له هغو ولایتونو څخه دي چې پر ۸۰٪ سلنه خاوره یې طالبان واکمن دي او هره ورځ له دغو سیمو د جنګ جګړو، حکومتي او ملکي تلفاتو زیات خبرونه راځي.
د میدان وردګ والي په داسي حال کې استعفا کړي چې دوې ورځي وړاندي اکرم خپلواک د سولي شورا د دارالانشاء رئیس هم خپله دنده پري ایښي.
د وروستیو دریو میاشتو په جریان کې د ملي یووالي حکومت ډېری لوړپوړي او ټیټ رتبه چارواکي له خپلو دندو لاس پرسر شوي او دا لړۍ تراوسه ادامه لري. خو د زیاترو د استعفاوو لاملونه څرګند شوي نه دي.
اکلیل حکیمي د مالیې وزیر، منصورنادري د ښارجوړوني وزیر، حنیف اتمر د ملي امنیت مشاور، حکمت خلیل کرزی د بهرنیو چارو سیاسي معین، عبدالحکیم نورزی د سولي شورا معاون او یو شمېر نورو خپلي دندي پري ایښي.
شنونکي یې علت د دې ترڅنګ چې ځیني چارواکي د راتلونکي ولسمشریزو ټاکنو ته کمپاین کوي، دا هم ښيی چې د ملي یووالي حکومت نن سبا له پوځي، سیاسي او ولسي اړخه تر تهدید لاندي او د پروپاشي په حال کې دی، ځکه یې چارواکو استعفاوو ته مخه کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي