برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د خپلواکه حکومت د لرلو لپاره د فلسطيني ملت په حق د ملګرو ملتو تاکيد

آریانانیوز: دیو رپوټ له مخې د هغه پرېکړليک د مسودې لپاره چې د بوليويا هېواد لخوا وړاندې شوې وه په رائې اخېستنه کښې يو سل نهه شپېته مثبتې ، شپږ منفي او دولس ممتنع رائې ثبت شوې او په دا ډول يو ځل بيا د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په دغه کمېټۍ کښې د امريکې او صهيونېسټ رژيم کوششونه له ماتې سره مخامخ شول.
په ده پريکړ ليک کښې د خپل برخليک د ټاکلو لپاره د فلسطين د خلقو حق ته پاملرنه وشوه او همدارنګ پکښې د ۱۹۶۷ کال د ټاکل شويو پولو په بنياد د صهيونېسټ رژيم په شاتګ تاکيد وشو.
دغه پرېکړليک همدارنګ تر فلسطيني حکومت لاندې د ختيځ بيت المقدس په شمول د ټولو نيواکي زمکو په زمکنۍ بشپړتيا تاکيد وکړ.
د دغه پرېکړليک لپاره پکار دي د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې هم رائې اخېستنه وشي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي