برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۸ اسفند , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د صهیونیسټانو لخوا د نورو هیوادونو د تابعیت غوښتنې شدید زیاتوالی

آریانانیوز: صهیونیسټي رسنیو خبر ورکړی دی چې د نیواک شویو سیمو اوسیدونکي د نورو هیوادونو د تابعیت د ترلاسه کولو لپاره په دغو هیوادونو کښې د مهاجرت او ژوندکولو په لټه کښې دي.


المیادین خبری چینل راپورورکړ چې ډیری صهیونیسټان د هغو پیښو په اړه اندیښمن دي چې په اشغال شویو ځمکو کې پیښیږي او دصهیونیسټانو له خوا د نورو هیوادونو د تابعیت د غوښتنې شمیر زیات شوی دی .

د اشغال شویو سیمو د وضعیت په اړه دا اخطارونه په داسې حال کې په زیاتیدو دی چې د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د کابینې د پراخو قضایي اصلاحاتو د لایحې پر ضد په تیرو اوو اونیو کې د ښارګی میشته خلکو له پراخو اعتراضونو سره سره، کنیست [د دغه رژیم پارلمان] دغه لایحه په لومړي لوستلو کې تصویب کړه.

نتانیاهو، چې له کلونو راهیسې د فساد، رشوت او امانت کې خیانت په تور محاکمه شوی دی، پلان لري چې له محاکمې څخه د هغه څه په مرسته وتښتي چې هغه یې “عدالتي پوځي اصلاحات” بولي.

یایر لاپید چې په نیواک شویو سیمو کښې د مخالفو ګوندونو یو مشر او د صهیونیسټ رژیم پخوانی لومړی وزیر دی د تیرې چهارشنبې په ورځ په «کنیست» (د صهیونیسټ رژیم په پارلمان) کښې د دغه رژیم د نسکوریدو په هکله خبرداری ورکړ.

لاپید په کنیسټ کې وویل: له نن څخه تر شپږو میاشتو پورې، اسراییل به له دننه څخه وویشل شي، او ټولنه به د یو بل په نفرت کې ډوب شي.

شریک یي کړئ!