برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳۰ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د امريکې په خلاف مظاهرې

دیو رپوټ له مخې بحرېنيانو په دغو مظاهرو کښې په خپل هېواد کښې د امريکائي اډو د خالي کولو غوښتنه وکړه.


له دغو مظاهرو سره په يو وخت د بحرين د فرورۍ د څوارلسمې د ځوانانو ائتلاف د يوې بيانيې په جاري کولو سره په دغه هېواد کښې د ټولو پرديو اډو د تړلو غوښتنه وکړه.
په اوس حال کښې بحرين په خپله خاوره کښې د امريکې د سمندري ځواک د پېنځمې بېړۍ کوربا دے. برطانيې هم په تېره اپرېل مياشت کښې د بحرين په سلمان بندر کښې خپله وړومبنۍ فوځي اډه پرانېسته.
بحرېن د ۲۰۱۱ کال د فرورۍ له څوارلسمې نېټې څخه د آل خليفه رژيم په خلاف د ولسي انقلاب ډګر دے. د بحرين خلق په خپل هېواد کښې د ازادۍ، د انصاف د ټينګښت، د تبعيض د ختمولو او د يو منتخب حکومت په اقتدار کښې د راتلو غوښتونکي دي.
آل خليفه رژيم د دغه هېواد د خلقو د احتجاج د لمبو د مړې کولو لپاره ګڼ شمېر مخالف مشران ونيول او په دوسيو جوړولو سره يې په اعدام او يا د اوږدې مودې په بندونو محکوم کړي دي.

شریک یي کړئ!