برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۵ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د داعش ډلګی خلاف لاریون

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې لسګونه کسانو د داعش ډلګی خلاف لاریون وکړ.


لاریون کونکی له حکومته هم وغوښتل چې که داعش او وسله‌وال جګړه نه‌بندوي، نو باید دوی يې د ځپلو لپاره پوځي عملیات پیل کړي، څو له چپې درې بې‌کوره شوې کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.
د لاریون یو تن مشر یار پاچا وویل:”له چپې درې په زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو راوتلي او په سختو حالاتو کې ژوند کوي.”
په چپه دره کې د وسله‌والو طالبانو او د داعش ترمنځ جګړو، د نورو سیمو اوسېدونکي اندېښمن کړي چې که د جګړو او د وسله‌والو مخالفینو مخه ونه‌نیول شي، نو د دوی ولسوالیو او کورونو ته به هم دغه جګړه راورسېږي.

په کونړ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د دوهمې پلې لوا قوماندان تېره ورځ په ماڼوګي کې .وویل چې د داعش خلاف‌يې عملیات پیل کړي او تر هغه به دغه عملیات دوام وکړي، څو سیمه له وسله‌والو مخالفینو پاکه کړي.
هغه وړاندې وویل:”د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره زموږ عملیات ډېر چټک نه‌دي، که ولس یو طرف ته شي څو داعش سره موږ جنګ پیل کړو او دغه شومه پدیده له‌منځه یوسو.”
د کونړ دولتي مسؤلین وايي، بې‌کوره شویو یو شمېر کورنیو سره د سرې میاشتې، طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست، د کلیو، پراختیا او بیارغونې او مهاجرینو ریاست له‌خوا یوه اندازه مرستې شوي او د نورو مرستو د ویش لړۍ دوام لري.
دا لومړی لاریون نه‌دی چې په چپه دره کې د داعش ډلګی پر ضد ترسره کېږي، بلکې له‌دې وړاندې د کونړ په مرکز اسعداباد کې هم په یوه مظاهره کې له حکومته غوښتل شوي وو چې د جنګي ډلو ځپلو لپاره عملیات پیل کړي، څو خلک بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

شریک یي کړئ!