برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۸ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دفرانسې په روان ښار کښې مظاهره

آریانانیوز: دیوراپورله مخی په نانت ښار کښې دفرانسې د پولیسو په نوی تاوتریخجن اقدام اعتراض کښې ددغه هیواد خلکو په روان(Rouen, ) ښار کښې مظاهرې وکړې .



د فرانسې اعتراض کونکو په روان ښار کښې په نانت ښار کښې د پولیسو د تاوتریخوالی د نوی وژل شوی کس «اسټیو مایا کانیچو» د درنښت لپاره په مظاهرو کښې ګډون وکړ .
دا په داسې حال کښې دی چې په دې لړ کښې پرون په نانت ښار کښې مظاهرې شوی وې او پولیسو هم دمظاهره چیانو د تیت پرک کولو او د هغوې دځپلو لپاره له اوښلنو ګازونو کار اخیستی وو او له خلکو سره یې اخ وډب کړی وو .
ښاغلی «اسټیو مایا کانیچو» د جون په ۲۱ نیټه د موسیقۍ په یوه () فیسټیوال کښې له ګډون کونکو سره د نانت ښار د پولیسو د نښتې په بهیر کښې بي درکه شوی وو او مړی یې اته دیرش (۳۸) ورځې وروسته د لورا (Loire)سین په څنډه کښې د نانت ښار په کابو یو(۱) کلومیټرۍ کښې پیدا شو .
فرانسه د تیر میلادی کال د نوامبر دمیاشتې له اولسمې (۱۷) نیټې راهسې د حکومت د سیاستونو پرضد د ولسی اعتراضونو کتونکی ده .
دفرانسې د اعتراضونو په بهیر کښې تراوسه لس(۱۰)کسان وژل شوی او کابو څوارلس زره (۱۴۰۰۰) نور ژوبل یا نیول شوی دی .

شریک یي کړئ!