برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۷ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د اساسي قانون تعدیل او تر ۲۰۳۶ کاله پوری په واک کې دپاتېدل غوښتنه

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اساسي قانون د تعدیل هغه فرمان لاسلیک کړی چې له مخې یې نوموړی د د دوو نورو پړاوونو لپاره د ولسمشر په توګه پاتې کېدای شي. کرملین پر خپله وېبپاڼه د اساسي قانون د تعدیل ۶۸ مخیز متن خپور کړی دی. د اساسي قانون د تعدیل دا وړاندیز سترې محکمې ته استول شوی چې وروسته ټولپوښتنې ته وړاندې شي.
د روسیې د اساسي قانون اړوندې محکمې ویاندې فرانس پرېس خبري اژانس ته د شنبې په ورځ وویل، د محکمې د قاضیانو پلاوي عملاً د تعدیلاتو راوستلو ته چمتووالی ښودلی دی
خو تر اوسه یې د خپلې پرېکړې د اعلان وخت نه دی ټاکلی
کرملین د اساسي قانون د تعدیل لپاره د ټولپوښتنې وخت د راتلونکې اپرېل میاشتې ۲۲ نېټه ټاکلې ده
د روسیې د مشرانو جرګې مشرې والنټینا ماتووییکنو د شنبې په ورځ وویل، د تعدیل په تړاو رایه اچونه “باید د کورونا وېروس پر اندېښنې سربېره ترسره شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي