برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۷ دی , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

پوتین په افغانستان کې د څو توکمیزو حکومتونو پر جوړولو ټینګار وکړ

آریانانیوز: د روسیې ولسمشر په افغانستان کې د ټولو قومونو په ګډون د یوه حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ.


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په کلنۍ خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې هغه حکومت چې په افغانستان کې واک ته رسېږي باید د ټولو توکمونو استازیتوب تضمین کړي.

پوتین د افغانستان کړکېچ ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې مسکو د افغانستان او روسیې ترمنځ د ښو اړیکو د پراختیا ملاتړ کوي. هغه وویل: زما مطلب د سیمې په ثبات کې زموږ ګډې ګټې دي. زموږ پولې په منځنۍ اسیا کې د پخواني شوروي اتحاد د هېوادونو پر مخ خلاصې دي. موږ دې هېوادونو ته د افراطي عناصرو د نفوذ د احتمال په اړه اندېښمن یو.

پوتین دا خبره هم وکړه چې په افغانستان کې ډېر مخدره مواد تولید او صادرېږي او ویې ویل: افغانستان د نړۍ په بازارونو کې د تریاکو د ترلاسه کېدونکو نشه یي توکو ۹۰ سلنه سرچینه ده.

د روسیې ولسمشر زیاته کړه چې دوی په دې برخه کې له نړیوالې ټولنې سره همکاري کوي او ویې ویل، موږ باید د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړو او دا باید په لومړي سر کې د هغو هیوادونو لخوا ترسره شي چې د افغانستان اقتصاد یې زیانمن کړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي