برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۷ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د اختر په ورځو کې هم په یمن کی دجنایتونو دوام

آریانانیوز: له یوراپور سره سم د یمن د انصار ا... غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام وویل په داسې حال کی چی اسلامی نړۍ د کوچنی اختر جشن لمانځی د عربستان تیری ګر ایتلاف په دغه هیواد کی خپلو جنایتونو ته دوام ورکوی .



ده زیاته کړی ده چی سعودی تیری ګرو د اختر په ورځ د یمن د جنوب په الضالع ولایت کی په خپل جنایت کی درې یمنی ښاریز ووژل . هغه وایی چی د حجه ولایت په عبس سیمه کی هم سعودی ایتلاف د کوچنی اختر په ورځ اوه میرمنې او ماشومان ژوبل کړی دی چی د ځینو حالت پکې نازک راپور شوی دی .
د یمن د انصار ا… غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام ویلی دی چی تیری ګر سعودی ایتلاف په دغو اقداماتو سره خپله زشته او جنایتکاره څیره نړیوالو ته له مخکې زیاته ښکاره کوی .
عربستان د امریکا ، اماراتو او څو نورو هیوادونو په ملاتړ د ۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشت راهیسې په یمن پوځی حمله کړی ده او تراوسه یې په زرګونو کسان شهیدان او ژوبل کړی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي