برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دیمن 85 زره ماشومان دلوږې اوقخطۍله امله دمرګ سره مخامخ دی

آریانانیوز: د ماشومانو د ژغورونکی نړیوالې بسپنې موسسې چې مرکز ئې په بریتانیا کې دی پخپل وروستی راپور کې وئیلی دی ، دا احتمال شته چې په یمن کې پنځه اتیا زره واړه ماشومانو د سعودی تیریګر ائیتلاف د وحشی ډوله حملو له امله د ناوړه خواړو او قخطۍ په علت خپل ژوند له لاسه ورکړی وی.


د دغې نړیوالې موسسې په اعلامیې کې راغلی دی ، د هرهغه ماشوم په مقابل کې چې په یمن کې په ډزو او بمونو سره وژل کیږی ، په لسګونو ماشومان د ناروغیو او لوږو له مله خپل ژوند له لاسه ورکوی.
د ماشومانو د ژغورونکی نړیوالې موسسې راپور په داسې شرائطو کې خپریږی ، چې د یمن د هغه جنګ د وژل شوو دشمیر په باب چې ۲۰۱۶کال کې پیل شوی ، د ملګروملتو د راپورونو په استنادتر دې دمه په دغه جنګ کې څه دپاسه لس زره یمن وال وژل شوی دی .
دملګروملتو په راپورونو کې د هغو کسانو دشمیر په باب چې دناوړه خواړو له امله وژل شوی دی ، هیڅ احصائې ذکر شوی نه دی ، خو دغې موسسې په تیر اکتوبر میاشت کې په یوې اعلامیې کې وئیلی وو، چې دیمن نیم اوسیدونکی یعنی کابو څوارلس میلیون یمن وال ، دقخطۍ په درشل کې دی او په بشپړ ډول ئې په انسان دوستۍ مرستو تکیه کړې ده .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي