برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۰ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دیمن پوځ سل سعودی او اماراتی تالی څټی هلاک کړل

دیمن پوځ او مبارزو ولسی کمیټیو دیمن دلویدیځ په الحدیده ولایت کې د الجاج سیمې په پاکونکو عملیاتو کې د سعودی او اماراتی ګوډاګیانو پشمول څه دپاسه سل ورانکار ترهه ګر هلاک کړی دی.


دیوراپور له مخی د یمن دفاع وزیر تورن جنرال محمد ناصر العاطفی څو ورځې مخکې ټینګار کړی ؤ د تیریګرو په وړاندې به د جهنم دروازې پرانیزی .
دسعودی او متحده عربی اماراتو پوځیانو له یوې میاشتې راهسې دیمن په لویدیځ کې دالحدیده بندر دنیولو په موخې سره یو لړ عملیات پیل کړی دی .
الحدیده بندر یمن ته د انسان دوستۍ دمرستو دلیږدولو یوازینۍ اصلی لاره ده .
سعودی عربستان د اماراتو ،امریکا ،وحشی صهونیسټی رژیم او دهغو دځینو نورو متحدانو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵کال له مارچ راهسې په یمن پوځی یرغلونه پیل کړی او دغه بې وزله اوعرب هیواد ئې له هرې خوا په بشپړ ډول کلابند کړی چې په میلیونونو یمنی بچیان ،ښځې او بوډاګان ئې دمرګ له ګواښ سره مخامخ کړی او د آل سعود رژیم په دغو غیر انسانی اوغیر اسلامی اقداماتو د نړۍ دبشری حقوقو درستې دفاعی ادارې او اورګانونه چپه خوله دی او له آل سعود رژیم سره په دغو وحشی ډوله جنایتونو کې شریک شوی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي