برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۳۱ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دیمن په الحدیده کې ۶۰سعودی تیریګرهلاک او۱۳۰اسیران شول

د المسیره خبری چینل د راپورله مخی دیمن په الحدیده کې له تیریګرو سره د یمن دپوځ اوولسی مبارزانو په سختې نښتې کې چې له پرون راهسې سختې شوی دی ، پر دغو مرګ ژوبلو او نیونې سربیره په لسګونو کسان ټپیان شوی هم دی.


دیمن دپوځ دسنایپرانو په غونډ کې یوې خبرې سرچینې هم وئیلی دی ، په تیرو ۷۲ساعتونو کې د دغه غونډ مبارزانو بریالی شوی ، په سرحدی جبهو کې د سعودی عرب دیرش تیریګر ځواکونه په ټکه ووژنی .
له دې مخکې هم دسعودی عرب په مشرۍ د تش په نامه عربانو ائیتلاف یو سل درویشت کسان چې زیاتره ئې د یمن دتښتیدلی اوفراری حکومت سره اړونده پیّلی کسان وو ، دیمن انصارا…ولسی مبارز غورځنګ مبارزانو نیولی دی .
له بلې خوا خبری سرچینو وئیلی دی، په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې دعربستان جنګی الوتکو د الحدیده هوائی ډګر څلویښت ځله بمباری کړی دی .
دغو سرچینو وئیلی دی ، دالحدیده هوائی ډګر په شاوخوا کې سختې نښتې روانې دی او د یمن مبارزانو د تیریګر ځواک حملې په شاتنبولی دی .
همداراز دسعودی عرب تیریګر و جنګی الوتکو په ا لحدیده ولایت کې دعامو خلکو یو مسافری بس باندې هم بمباری کړې چې له امله ئې شپږ کسان وژل شوی او یوشمیر نور هم ټپیان شوی دی .
د یمن دانصار ا…. غورځنګ دسیاسی شورا یوه مسئول مقام محمد البخیتی هم نن یو ځل بیا د الحدیده دهوائی ډګر دنیولو په باب د آل سعود رژیم سره اړونده رسنینو نفسیاتی او فضاجوړونکی جنګ زد کړ او وئیلی ئې دی ، دالحدیده په شاوخواکې تیریګرو ته درندې مرګ ژوبلې آوښتی دی او دغه راز ئې په سلګونو عسکر سره د تجهیزاتو کلابند شوی هم دی او ډیر زر به ئې یا جهنم ته ورسوی اویابه ئې هم اسیران کړی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي