برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۳ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دیمن عسکرو د تیریګرو پرضد بریدونو دوام

آریانانیوز: دیمن په بیلابیلو جبهو کښې د مقاومت دځواکونو د توغندوی ډلو او دبې پایلوټه الوتکو په نویو عملیاتو کښې دسعودی عربستان په لسګونو عسکر او ګوډاګیان مړه او ژوبل کړل.


دیمن د مقاومت ځواکونه بریالی شول د سعودی عربستان په جنوب کښې په جیزان کښې په قائم الصیادیه سیمه کښې د عربستان دعسکرو په مرکزونو توغندوی حمله وکړی .
دیمن عسکرو دغه راز په لویدیځ ساحل کښې د یختل سیمې په شمال کښې په عنبره کښې دسعودی عربستان د ائتلاف د عناصرو په کیمپ د بې پایلوټه الوتکې حمله وکړی
په عنبره سیمه کښې د متحده عربی اماراتو د عسکرو دقوماندنۍ په مرکزونو د بې پایلوټه الوتکې برید وشو .
دیمن عسکرو د السدیس په لویدیځ او په الهجله سیمو کښې د عربستان ائتلاف ته د اړونده ګوډاګیانو او د عسکرو په مرکزونو هم توغندوی حمله وکړه او له کبله یې یوشمیر کسان مړه او ژوبل شول .

شریک یي کړئ!