برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۴ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دیمن د حالاتو په وړاندې عرب او مسلمان ملتونه په خپلو دندو عمل وکړی

آریانانیوز: المیادین ټیلی ویژن راپور ورکړ د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند «یحیی سریع» وویل عرب او اسلامی ملتونه دیمن د حالاتو په وړاندې په خپلو دندو عمل وکړی.


یحیی سریع دیمن په لویدیځ کښې په الحدیده ولایت کښې د سعودی عربستان د تیریګرو د پلانونو ناکامول د ملی ژغورنې د حکومت لومړیتوب وباله .
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع په «المخا »ساحلی ښار کښې د سعودی عربستان د ائتلاف پراخو تجهیزاتو ته په اشارې سره چې د الحدیده په لور دحرکت په حال کښې دی وویل هغه څه چې په دغه سیمه کښې رامینځته کیږی یوازې د اوربند خلاف ورزۍ نه ده بلکې د تیریګرو دهوایی حملو او د پوځی عملیاتو زیاتیدل دی .
هغه وویل په تیره میاشت کښې د یمن په الحدیده بندر کښې د سعودی عربستان لخوا د اوربندد خلاف ورزیو شمیر درې زره او اته سوه نولسو(۳۸۱۹) ته رسیدلی دی .
د سعودی عربستان او د یمن د پلاویو ترمینځ په سویډن کښې د موافقې وړ اوربند د تیر میلادی کال د دسمبر دمیاشتې له اتلسمې (۱۸) نیټې راهسې په الحدیده ښار کښې پیل شوی خو د سعودی عربستان ائتلاف یې هره ورځ خلاف ورزۍ کوی .
تراوسه دیمن دجنګ دختمولو لپاره یوشمیر هڅې شوی دی خو هرځل د سعودی عربستان او د هغه دمتحدانو په کارړنګونې سره بندون ته رسیدلی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي