برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۱ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دیمن دامنیتی ځواکونو لخواد عربستان د دسیسی شنډ ګیدا

آریانانیوز: د یمن د ملی ژغورنې د حکومت دکورنیو چارو وزارت په هیواد کښې د سعودی عربستان د جاسوسۍ ادارې د ورانکار پلان دشنډولو خبر ورکړ .
دغه وزارت وویل د یمن امنیتی ځواکونو پرون په هیواد کښې د سعودی عربستان جاسوسۍ ادارې ته اړونده دوې ډلې وپیژندلې او هغه یې ونیولې .
د یمن د ملی ژغورنې د حکومت د کورنیو چارو وزرات وویل دغو دوو ډلو په هیواد کښې د جنګ او د ناامنۍ د رامینځته کولو کوشش کاوه .
ویل کیږی چې د سعودی عربستان جاسوسۍ ادارې ته اړونده د دوو ټول غړی نیول شوی دی .
سعودی عربستان له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دیمن د مظلومو خلکو پرضد بمباریو او حملو ته دوام ورکړی دی او تراوسه یې له شپاړسو زرو زیات بې ګناه خلک وژلی او په لسګونو زره نور یې ژوبل کړی او په میلیونو نور یې کډوال کړی هم دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي