برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۵ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دیمن بې پایلوټه الوتکې دابوظهبۍ په هوایی ډګر برید

آریانانیوز: د یمن د هوایی ځواک ویاند عبدالله حسن الجفری د متحده عربی اماراتو په ابوظهبۍ نړیوال هوایی ډګر د خپل هیواد دبې پایلوټه الوتکې له برید څو ساعته وروسته ټینګار وکړ په راتلونکی پړاو کښې به دیمن هوایی ځواک د تیریګرو هیوادونو په بیخ بنایانو حملې وکړی .
پوځ پرون په صماد درې ډوله (UAV, Samad-3)بې پایلوټه الوتکې سره د متحده عربی اماراتو په ابوظهبۍ هوایی ډګر حمله وکړه .
دیمن د هوایی ځواک ویاند عبدالله حسن الجفری دلبنان له المیادین ټیلی ویژن سره په مرکه کښې ډاګینه کړه دیمن په جنوب کښې په عدن کښې د جولاۍ دمیاشتې په پینځمه(۵) نیټه د متحده عربی اماراتو او د سعودی عربستان د ائتلاف د عملیاتو دقومندانۍ په مرکز حمله او د جولاۍ په اتلسمه(۱۸) نیټه دسعودی عربستان په پلازمینې ریاض کښې دتیلو په چاڼ ځاې حمله او همدا اوس دابوظهبۍ په نړیوال هوای ډګر حمله یو(۱) ځانګړی کار وو .
هغه د ابوظهبۍ په نړیوال هوایی ډګر دیمن دبې پایلوټه الوتکې دحملې په اړه وویل دصماد درې ډوله بې پایلوټه الوتکې د پینځلس سوه(۱۵۰۰) کلومیټره واټن په وهلو سره پرته له دې چې د متحده عربی اماراتو ریډارونه یې ووینی د اماراتو فضا ته ننوتله او په بریالیتوب سره یې عملیات ترسره کړل .
دیمن پوځ په تیرې سې شنبې ورځ دجنایتونو ددوام په اړه عربستان او متحده عربی اماراتو ته خبرداری ورکړ وو .

شریک یي کړئ!