برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۶ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دیمن انقلابی شورا د عربو په چپتیا نیوکه

د یمن د انقلابی شورا مشر محمد علی الحوثی (Mohammed Ali al-Houthi)د فلسطین د بې دفاع ملت پرضد دصهیونیسټانو د جنایتونو او تیریو په وړاندې د چپتیا په خاطر په عربو واکمنانانو نیوکه وکړه.


هغه د یمن په پلازمینې صنعا کښې د فلسطین دملت دملاتړ په مظاهرو کښې دګډون کونکو په ټول کښې وویل هغه حکومتونه چې د اسرائیلو دجنایتونو په وړاندې یې چپتیا غوره کړی ده باید د فلسطین د خلکو د ملاتړ هڅه وکړی .
محمد علی الحوثی وویل داسرائیلو رژیم یوازې د فلسطین د ایډیل د له مینځه وړلو هڅه نه کوی بلکې د اسلامی امت د تباه کولو لپاره له خپل ټول توان څخه داستفادې کوشش کوی .
دامریکا حکومت د ملګروملتونو او د بشری حقوقو د ملاتړ د ادعا کونکو موسسو د نالایق توب په سیوری کښې خپل سفارت له تل اویو(Tel Aviv) څخه بیت المقدس ته انتقال کړ .
د فلسطین خلکو دامریکا په دغه اقدام سخت اعتراض وکړ او اسرائیلو هم په فلسطینی ښاریزو څاروی ډوله حملو کښې شپیته(۶۰) بې ګناه مظاهره چیان شهیدان او کابو درې زره(۳۰۰۰) نور هم ژوبل کړل .
سعودی عربستان ، امریکا، انګلستان، فرانسه ، متحده عربی امارات، اردن، بحرین، مصر ، کویت او ځینې نور عرب هیوادونه د فلسطین دخلکو پرضد داسرائیلو په جنایتونو کښې شریک دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي