برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دیمن الوتکې په دوبۍ هوایی ډګر برید

آریانانیوز: د یمن د وسله والو ځواکونو د ویاند مرستیال عزیز راشد وویل د دوبۍ په نړیوال هوایی ډګر د مقاومت د ځواکونو هوایی حملې په دغه هوایی ډګر کښې د الوتونو د بندیدا سبب شوی ده.


دیمن پوځ او ولسی کمیټیو نن سهار په صماد درې(Samad-3) ډوله بې پایلوټه الوتکې سره د دوبۍ په نړیوال هوایی ډګر حمله کړی ده .
دیمن دغه بې پایلوټه الوتکې له دولس سوه(۱۲۰۰) کلومیټره مزل کولو وروسته د دوبۍ په نړیوال هوایی ډکر برید کړی دی .
د یمن د وسله والو ځواکونو د ویاند مرستیال عزیز راشد وویل دغه حمله د لویدیځ ساحل پرضد د سعودی عربستان د ائتلاف د تیریو زیاتیدا ته په ځواب کښې شوی ده .
دیمن هوایی ځواک د روان میلادی کال د اګست دمیاشتې په اوویشتمه(۲۷) نیټه هم په یمن حملې کښې د دوبۍ دنړیوال هوایی ډګر دګډون او تر څلورو(۴) میاشتو پورې د ملکی خلکو پرضد دجنایت ترسره کولو ته په ځواب کښې څو ځله په دغه هوایی ډګر حملې کړی وې .
دیمن بې پایلوټه الوتکې د جولاۍ په شپږویشتمه (۲۶) نیټه هم په صماد درې(Samad-3) ډوله بې پایلوټه الوتکې سره د ابوظهبۍ په هوایی ډګر برید کړی وو .
سعودی عربستان له متحده عربی اماراتو، اردن ، امریکا، انګلستان او فرانسې سره یوځاې د یمن دخلکو پرضد ستر جنایتونه کړی او په زرګونو بې ګناه خلک یې وژلی او دغه هیواد یې د خواړو او درملو له کمښت سره مخ کړی دی .

شریک یي کړئ!