برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۹ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دلویدیځ په وسلو سره دیمن خلک وژل کیږی

آریانانیوز: العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالمالک الحوثی وویل.



دښمانان چې د ښځو دحقوقوخبره کوی په خپلو سیاستونو سره د میرمنو لپاره ترټولو ستر خطر رامینځته کوی او د یمن ښځې او ماشومانو د لویدیځو هیوادونو په وسلو سره وژل کیږی .
هغه د مور او دمیرمنې د ورځې د لمانځلو په مناسبت په یو لړ مراسمو کښې وویل دښمن په پراخ ډول په ټولنه او کورنۍ کښې د ښځو دلوړ مقام په خاطر په میرمنو تمرکز کړی دی خو اسلام خپلواکۍ ډالۍ کړی ده او ښځې یې له تبعیت او اړوندوالی ژغورلی دی .
عبدالمالک الحوثی په یمن کښې دسعودی عربستان جنګ ته په اشارې سره وویل له دغه جنګ څخه د اسلام د دښمانانو هدف د یمن په خلکو د سلطې اعمالول دی خو د اسلام ترټولو مهمه ګټه د مریتوب په مقابل کښې د مسلمانانو ساتل دی .

شریک یي کړئ!