برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۲ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دیمن په صنعاکې دعربستان پرضد د زرګونوخلکو ستره مظاهره

آریانانیوز: دالمسیره خبری چینل د راپور په اساس دیمن خلکو دغه هیواد ته د خوراکی او درملیزو موادو ، تیلی موادو دکشتیو له ورتلو د سعودی ائیتلاف په خنډجوړونې په اعتراض کې د دغه هیواد په پلازمینې کې د ملګروملتو ددفتر په مقابل کې مظاهره وکړه.


راپور ښئ دیمن خلکو په دغې مظاهرې کې دسعودی تیریګرو جنایتونه په سخته محکوم کړی او دا ئې د بشری حقوق او نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزۍ بللی دی .

سعودی تیریګر ائیتلاف دیمن په هراړخیزې کلابندۍ سره دغه هیواد ته د انسان دوستۍ دمرستو د ورتلو اجازت نه ورکوی او د جون میاشت له دیارلسمې نیټې ئې د الحدیده بندر د نیولو لپاره پراخ یرغلونه هم پیل کړی ، خو تر دې دمه هیڅ په لاس نه دی ورغلی او هرځل ئې درندې مرګ ژوبلې هم زغملی دی .
بل خبر دا چې دلبنان المیادین خبری چینل هم راپورورکړی ،په سویډ کې د یمن د سولې په خبرواترو کې دریاض پلاوی پخپلو ځیږو رودو اوکړنو او ځِل سره د تعز او الحدیده پّ باب دملګروملتو وړاندیزونه نه دی منلی ، چې دملګروملتو په چارواکو کې ئې یو لړ اندیښنې راپورته کړی دی .

شریک یي کړئ!