برخه -څانګه : accidents, politics, world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دعربستان آرامکو پر تیلی تاسیساتو باندی دیمن دپوځ توغندی برید

آریانانیوز: د یمن  د پوځ او  ولسی مبارزو کمیټیو   توغندوی یونټ  دیوې اعلامیې په خپرولوسره وئیلی دی ، دسعوی عربستان په جیزان ولایت کې ئې  د دغه  هیواد  آرامکو شرکت   چاڼځای اوپیټروکیمیکل  کارخه  په  بدر یو  ډوله  څلورو بالیسټک توغندیو سره ویشتې ده .   په دغې اعلامیې کې وئیل شوی دی ،د دوشنبې په   شپه هم په دغو تیلی تاسیساتو ئې  توغندوی حمله کړې وه .
له دې مخکې   دیمن دپوځ  ویندوی شرف لقمان   ټینګار کړی ؤ،  دتیریګرو پوځی مرکزونه  مورچلې  او  اقتصادی اوتیلی تاسیسات به ترهغه وخته  چې    په یمن  د دوی تیری او کلابندۍ  دوام وکړی ، د یمن دتوغندیو په شیشت  کې وی .
دیمن دپوځ اوولسی مبارزو کمیټیو دفاعی قدرت   د آل سعود رژیم   په وسیله  د دغه هیواد  له  هراړخیزې کلابندۍ سره سره ،  ورځ تر بلې په زیاتیدا دی .
دسعودی عربستان  او ورسره دمتحدانو  پوځی تیریو  او هراړخیزې کلابندۍ  همداراز د یمن بې ځله  هیواد  له ډیرو  خوراکی اودرملیزو ترینګلتیاؤ سره مخامخ کړی ا و  په دغه هیواد  کې ئې سترې انسانی غمیزې رامینځةکړی دی ، چې   نړیوالو اړونده اورګانونو هم پرې سترګې پټې کړی او دیمن په ضد  دآل سعود رژیم   په تیریو کې ورسره برابر شریک دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي