برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۹ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دسعودی عربستان برید څلور نور کسان وژلی

د لبنان د« المیادین» ټیلی درپوټ په اساس دیمن په لویدیځ کښې د حجه ولایت په مستبا(Almastaba) ولسوالۍ د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف دجنګی الوتکو په بمباریو کښې دیوې(۱) کورنۍ څلور(۴) غړی ووژل شول او څلور(۴) نور ژوبل شول .



دیمن په جنوب کښې په الضالع ښار کښې« د امنیتی کمربند» په نوم د ځواکونو او دپخوانی استعفا شوی ولسمشر عبدربه منصور هادی د پلوی ځواکونو ترمینځ په پرونۍ نښتې کښې هم د ملکی خلکو او دپوځیانو په شمول دوه ویشت(۲۲) کسان ژوبل شول .
دیمن دجنوب بدلونونه په دغه هیواد کښې د نفوذ پر سر د سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو ترمینځ د اختلافاتو دزیاتیدا ښودنه کوی .
سعودی عربستان او متحده عربی امارات د یوه بل د حذفولو کوشش کوی .

په یمن دسعودی عربستان، متحده عربی اماراتو، اردن ،امریکا او دنورو هیوادونو په حملواو بمباریو کښې تراوسه په سلګونو زره بې ګناه خلک مړه او ژوبل شوی دی .
د یمن ځواکونه هم د تیریګرو ځواکونو حملو ته په ځواب کښې کله نه د سعودی عربستان په خاوره او دغه راز په یمن کښې د ال سعود رژیم او د هغوې د ګوډاګیانو په مرکزونو حملې کوی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي