برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۰ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

بلجيم سعودي ته د وسلو ورکول بند کړل

د رپوټ له مخې د دغې شورا حکم چې د بشري حقوقو د ډلو له شکايته وروسته جاري شو د بلجيم د اېف اېن هېرسټل وسله جوړونکې کارخانې او سعودي ترمېنځ د وسلو اته معاهدې باطلې کړې.



اېف اېن هېرسټل وسله جوړونکې کارخانې په تېر ميلادي کال کښې د تقريباً ۱۵۳ ميلين يورو وسلې په رياض خرڅې کړې وې.
په بلجيم کښې د بشري حقوقو ډلو په دې وروستيو مياشتو کښې په يمن باندې د سعودي په تېري باندې په نيوکې سره د بلجيم د وسلې جوړونکو کارخانو او سعوديانو ترمېنځ د تجارتي تعلق د ختمولو غوښتنه کړې وه.
سعودي د اماراتو ، امريکې او څو نورو هېوادونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ کال له مارچ راهسې په يمن باندې د فوځي تيري او د دغه هېواد د زمکنۍ، سمندري او هوائي محاصرې اقدام کړے دے چې په يمن کښې د سعودي او د هغه د اتحاديانو د جنګ اور غرغنډه کولو په نتيجه کښې تر اوسه له څوارلسو زرو نه زيات يمنيان وژل شوي ، په لسګونو زره زخمي شوي او په ميلينونو نور کډه په سر شوي دي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي