برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

برتانیه کې مسلمانانو ته «د سزا او مینې ورکولو» ورځ لمانځل کیږي

په برتانیه کې یوه نامعلوم لوري کمپاین پیل کړی تر څو د اپریل دریمه ورځ په دغه هیواد کې مسلمانانو ته د سزا ورکولو په نامه ولمانځي.

دغه نامعلوم لیک د برتانیې په مختلفو لویو ښارونو کې په سلګونو برتانويانو او مسلمانانو ته رسیدلی دی او همداسي په برتانیه کې د مسلمان ګوندونو او ډلو مشرانو ته هم لیږل شوی دی.

په لیک کې برتانوي قوم پرستو د خپل ځان په اړه څه نه دي روښانه کړي خو پر برتانویانو یې غږ کړی چې د «پسونو» په رکم مه اوسئ، هغه مسلمانان چې له وجې يې زمونږ ټولنې په خطر کې دی، زمونږ ډیموکراسۍ په خطر کې دي او غواړي چې زمونږ په هیوادونو کې شریعت نافذ کړي، د هغو پر وړاندي مقابله وکړئ او د اپریل دریمه نیټه مسلمانانو ته د سزا ورکولو په نامه ولمانځئ.

په لیک کې د مسلمانانو پر ضد ځیني جرمونه هم په ګوته شوي چې د هر جرم پر سر به یې مجرم ته نقطې (پوانیټونه) ورکول کیږي، د مثال په ډول څوک که مسلمانان ته په خوله ښکنځل وکړي، هغه به لس نقطې اخلي، څوک چې د یوې مسلماني ښځې له سره پړونی لیري کړې، هغه به ۲۵ نقطې اخلي، څوک چې د مسلمان پر مخ تیزاب اچوي ۵۰ نقطې، د مسلمان پر وهلو ۱۰۰ نقطې، په برقي الاتو مسلمان ته تعذیب ورکولو باندي ۲۵۰ نقطې، په موټر، چړې او یا وسلې باندي د مسلمان پر وژلو ۵۰۰ نقطې، او همداسي د مسجد پر سوځولو باندي ۱۰۰۰ نقطې ورکول کیږي، خو که څوک پر مکه مکرمه باندي برید وکړي او له منځه یې يوسي نو ۲۵۰۰ نقطې به تر لاسه کوي.

که څه هم په لیک کې نه دي ویل شوي چې ددغو نقاطو تر لاسه کولو وروسته به څه کیږي، خو ددې ویره شته چې د نقاطو د ترلاسه کولو لپاره کیدای شي ځیني قوم او نسل پرسته برتانویان د مسلمانانو پر وړاندي د تاوتریخوالي پيښې تر سره کړي.

د برتانیې پولیس ویلي چې دوی د لیک استونکو پر ضد پلټنې پیل کړي دي.

باید وویل شي چې په برتانیه کې وروستی سرشمېرنه په ۲۰۱۶ کې تر سره شوې، چې له مخې يې په دغه هیواد کې ټول ۴.۱ ملیونه مسلمانان اوسیږي. چې د ټول ولس ۴.۴ سلنه تشکیلوي. ګمان کیږي چې په راتلونکو ۳۰ کلونو کې به د مسلمانانو شمېر اقلا ۳ چنده زیات شي، ځکه چې مسلمانان د برتانویانو پر خلاف زیات ماشومان زیږوي.

د برتانیې د کورنیو چارو وزارت په خپل یوه وروستي راپور کې ویلي چې تېر کال د مسلمانانو پر ضد د تاوتریخوالو پيښو کې ریکارډ ۲۹ سلنه زیاتوالی ثبت شوی او یوازي په تیر کال کې ۸۰،۳۹۳ پيښې ثبت شوي دي.

د یوه مسلمان سره ښه (مینه) وکړه

د پورته لیک او خبر تر خپرېدو وروسته یوه مسلمان برتانوي «شهاب ادریس» د مسلمانانو سره د مینې کمپاین پیل کړی او د ټولنیزو رسنیو له لاري يې خپور کړی.

نوموړي همدا د اپریل دریمه ورځ د مسلمانانو سره د مینې ورځ په توګه یاده کړې او یو لیک یې خپور کړی چې په هغه کې يې په ورته توګه برتانویانو ته د نقاطو ورکولو یادونه کړې.

د مثال په ډول مسلمان ته پر یوه خندا ۱۰ نقطې، مسلمان ته د چایو ست کولو باندي ۲۵ نقطې ورکول کیږي، پر مسلمان باندي ګلان پاشلو باندي ۵۰ نقطې، مسلمان میلمه کولو باندي ۱۰۰ نقطې، د خپل مسلمان همکار سره د رخصتي ورځ تېرولو باندي ۲۵۰ نقطې، د مسلمان سره روژه نیول او اختر لمانځل باندي ۵۰۰ نقطې، په عراق، لیبیا، کشمیر، یمن، میانمار، فلسطین او سوریه کې د مسلمانانو لپاره پیسې ټولولو باندي ۱۰۰۰ نقطې، او که څوک یوه مسلمان ته د حج پيکیج واخلي، هغه ته ۲۵۰۰ نقطې ورکول کیږي.

نوموړي په خپل لیک کې برتانویانو ته ویلي، دوی ستاسو سره مینه وکړه، دوی تاسو ته رنګا رنګ خواړه او کبابونه در وپيژندل، دوی د خلکو په منځ کې مینه خپره کړه، په ځواب کې به یې تاسو څه ورکوئ؟ ایا تاسو به د هغو عادي کسانو په څېر یاست چې شرمیږي او تشویق نشي کولای؟

مسلمانانو زمونږ په هیوادونو کې په ملیاردونو ډالره ټکس ورکړی، په زرګونو مسلمان ډاکټران دلته کار کوي، په زرګونو مسلمان معلمان زمونږ ماشومانو ته روزنه او تعلیم ورکوي، دوی په سیاست، رسنی، محکمو او د ژوند په هره برخه کې زمونږ تر څنګ ولاړ دی.

له ځانه عادي کس مه جوړوئ، خپله ځانګړتیا ثابته کړئ او خپله مینه د مسلمانانو سره څرګنده کړئ.

شریک یي کړئ!