برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۹ مرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

طالبانو د اسلام پیغمبر (ص) ته د یوه هندي چارواکي سپکاوی غندلی دی

طالبانو د اسلام پیغمبر صلی الله علیه و آله و سلم ته د یوه هندي چارواکي سپکاوی او د مسلمانانو د احساساتو پارول په کلکه غندلي دي.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دهندي چارواکي د اسلام پیغمبر صلی الله علیه و آله و سلم ته د سپکاوي په اړه غبرګون وښود.

مجاهد په یوه ټویټ کې لیکلي: دافغانستان اسلامي امارت په هند کې دحاکم ګوند دیوه مسئول لخوا داسلام ستر پیغمبر رسول الله صلی الله علیه و آله و سلم ته توهین آمیزه الفاظ کارول په کلکو ټکو غندي. دهند له حکومته غوښتنه کوو چې دغه ډول متعصبو اشخاصو ته اجازه ورنکړي چې داسلام مبارک دین ته سپکاوي وکړي او دمسلمانانو احساسات ژوبل کړي.

د هند د واکمن ګوند په توګه د افراطي ګوند «بهارتیا جناتا پارټي» د ویاند ناوین کومار جندال له سپکاوي او د لاریونونو له زیاتېدو وروسته دغه ګوند د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هغه د ځنډولو اعلان وکړ.

د هند واکمن ګوند په بیان کې ټینګار کړی: موږ د ټولو مذاهبو احترام ساتو او د هرې ایډیالوژۍ مخالفت کوو چې د کوم مذهب یا عقیدې سپکاوی کوي، او د هند اساسي قانون، په داسې حال کې چې ټولو مذهبونو ته درناوی کوي، دوی ته د عقیدې آزادي ورکوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي