برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۶ مرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د افغان ښځو په منځ کې رواني ناروغۍ زیاتې شوي دي

د انډارک په نوم یوې بهرنۍ خپرونې په یوه څېړنیز راپور کې په افغانستان کې د ښځو په منځ کې د رواني ناروغیو پر زیاتوالي بحث کړی دی.


دې خپرونې د هرات د حوزوي روغتون له یو شمېر رواني ناروغانو سره مرکې کړې دي دوی د دې ناروغۍ د اخته کېدو لامل په هېواد کې د تاوتریخوالی او جګړې زیاتوالی ګڼي.

د دغه راپور له مخې، یوازې د روان کال په اپریل میاشت کې د هرات په حوزوي روغتون کې د ښځو د رواني ناروغیو ۹۰۰ پېښې ثبت شوې وې.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې په ۲۰۲۰ کال کې په دغه روغتون کې د رواني ناروغیو ۱۰۸۰۰ پېښې ثبت شوې وې او تېر کال (۲۰۲۱) ۱۲۶۷۸ پېښې ثبت شوې ده.

د هرات د حوزوي روغتون د رواني روغتیا د رئیس وحید نورزاد په حواله انډارک لیکلي دي چې د طالبانو د رژیم د واکمنۍ پر مهال پر رواني ناروغیو سربېره د ښځو پر وړاندې کورني تاوتریخوالی هم زیات شوی دی.

نورزاد انډارک ته وويل، چې د دغه روغتون ډېری رواني ناروغان هغه مېرمنې دي، چې پخوا يې دولتي کارکوونکي وې او يا يې په بېلابېلو خصوصي ادارو کې کار کاوه، چې اوس بېکاره دي.

ارواپوهان د هغو کسانو لپاره چې په رواني ناروغیو اخته دي د د ژوند د چاپیریال بدلون، تفریح ​​او سفر وړاندیز کوي. خو د افغانستان اوسنیو شرایطو او خراب اقتصادي وضعیت ته په کتو ډېری ښځې د دغو وړاندیزونو د عملي کولو توان نه لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي