برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۳ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

اسرائيل ترهګر دولت دی

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د منځني ختيځ په اړه خپله طرحه اعلان کړه او بیت المقدس يې په بشپړ ډول د اسرائيلو پلازمېنې وبلله
د منځني ختيځ په اړه د ټرمپ طرحه «د سلیزې جوړجاړی» د هغه زوم جاريډ کوشنر له لوري جوړه شوې وه، په دغه طرحه کې بیت المقدس په بشپړ ډول د اسرائيلو پلازمېنه بلل شوې او په لويديځه تراډه کې د یهودو ناقانونه مېشت سيمې يې قانوني بللي دي
ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې د اسرائيلو له لومړي وزير بنیامين نتنياهو سره ګډې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې د سليزې جوړجاړي لپاره همدا وروستی چانس و، بايد ګټې ترې پورته شوې وای
د ټرمپ په وينا د نوې طرحې له مخې به په منځني ختيځ کې د اسرائيلو او فلسطينيانو د دوو دولتونو جوړولو ته زمينه برابره شي
هغه ويلي، امريکا به د اسرائيلو په نوې پلازمېنه کې په ډېر فخر خپل سفارت پرانيزي
د امريکا ولسمشر زياته کړې، چې د منځني ختيځ په اړه د ده له نوې طرحې سره به اسرائيلو او فلسطينيانو دواړو ته ګټه ورسيږي او که هر څه د دې طرحې له مخې روان وي، نو امريکا به په فلسطين کې پنځوس ميليارده پانګونه وکړي او لس لکو فلسطينيانو ته په کې د کار زمينه برابره شي
فلسطينيانو د ټرمپ وړانديز او پرېکړه رد کړې ده
د فلسطين ولسمشر محمود عباس د ټرمپ پرېکړې ته په خپل غبرګون کې ويلي، فلسطين د خرڅلاو لپاره نه دی او زرګونو فلسطينيانو د ټرمپ د دې پرېکړې پر خلاف مظاهرې کړي دي
محمود عباس ويلي، داسې فلسطين ورته د منلو نه دی، چې پلازمېنه يې بیت المقدس نه وي او د ټرمپ طرحه يې د فلسطينيانو پر خلاف دسيسه بللې ده
د اسلامي هېوادونو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د سعودي، متحده عربي اماراتو او مصر په شمول ډېری عربي دولتونو تر دې وړاندې د ټرمپ له لوري د جوړې شوې طرحې ملاتړ کړی و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي