برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۷ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په صعده اوحجه صوبو باندې دسعودی تیریګرائتلاف هوایی بریدونه

آریانانیوز: د يمن په صعده اود يمن د المسيره چېنل د رپوټ له مخې د سعودي تيريګر ائتلاف جنګي الوتکو د يمن د صعدې صوبې په العطفين سيمې باندې دوه ځل او د حجه صوبې په العبس سېمې درې ځل حملې وکړې.
تر اوسه د دغو وحشيانه حملو د احتمالي سر او مال تاوانونو رپوټ نه دی خپور شوی.
سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هېواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.
سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسو په رسولو کښې نه دي کامياب شوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي