برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سعودیان دحج پیسې په پوځی تیریو لګوی

د تیونس د ائمه جماعت اتحادیې سیکرتر «فاضل عاشور» په دې خبرې سره چې سعودی عربستان د حج له مناسکو ترلاسه شوی پیسې په نورو اسلامی هیوادونو د تیری لپاره مصرفوی دخپل هیواد له مفتی وغوښتل روان کال د حج مراسمو ته خلک مه ورځی.


هغه وویل په سعودی عربستان کښې د حج له مناسکو ترلاسه شوی پیسې د یمن او دسوریې په شان په هیوادونو د پوځی تیریو لپاره مصرفیږی او په همدې دلیل ښه خبره دا ده چې د تیونس خلک روان کال حج ته لاړ نشی .
فاضل عاشور زیاته کړه سعودی عربستان دحج له مناسکو په ترلاسه شوی عاید سره د اسلامی هیوادونو د ورانولو لپاره له استعمارګرو هیوادونو وسلې اخلی چې دغه چاره د اسلام دین له تعلیماتو سره په تضاد کښې ده .
سعودی عربستان چې په ټوله نړۍ کښې دترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او ورسره مالی او پوځی مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی له تیرو دریو(۳) کلونو راهسې د یمن دبې دفاع او مظلومو خلکو پرضد حملو او بمباریو ته دوام ورکړی چې په ترڅ کښې یې په زرګونو خلک وژل شوی او په میلیونونو نور کډوال شوی هم دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي