برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۵ ثور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د روسیې یوه پرمختللې جنګي الوتکه را وغورځېده

د روسیې دفاع وزارت اعلان وکړ چې ددغه هیواد یوه پرمختللې جنګي الوتکه د سوریې ساحلي ښار «مدینة جبلة» ته نیژدې په سمندر کې را وغورځېده او دواړه پيلوټان یې ووژل شول.


د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د الوتکې نوعیت «سوخوی ۳۰ ایس ام» وه، په منځني سمندر کې تیره پنچشنبه د «الحمیمیم» هوايي ډګر څخه د پورته کېدو پر مهال را وغورځېده او دواړه پیلوټان یې ووژل شول.
وزارت وړاندي ویلي چې الوتکه د دښمن په مرمیو نه ده لګېدلی او نه یې هم اور اخیستی خو د لومړنیو معلوماتو پر اساس کیدای شي د الوتکې په ماشین کې یو مرغه ننوتلی وی.
د سوخوی ۳۰ ایس ایم په نامه دغه الوتکه د روسیې په الوتکو کې تر ټولو نوې او پرمختللې جنګي جیټ الوتکه بلل کیږي، دغې الوتکې لومړۍ رسمي پرواز په کال ۲۰۱۲ کې کړیدی

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي

نوی خبرونه