برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, 28 اکتبر , 2018 لنډ لینک :

د اسرائيلودرسمیت پېژندو پرېکړه

آریانانیوز: عمان ته د اسرائيلو د لومړي وزير له سفر وروسته د عمان چارواکو ويلي، دوی پرېکړه کړې، چې نور اسرائيل په رسميت وپېژني او امريکا يې د دغې پرېکړې هرکلی کړی دی.


د عمان د بهرنيو چارو چارو وزير يوسف بن علاوي بن عبدالله په بحرين کې يوه امنيتي کنفرانس ته د وينا پر مهال ويلي، چې عمان د اسرائيلو او فلسطين ترمنځ د يووالي لپاره کار کولی شي،خو دا کار به د درېيمګړي په توګه نه وي.
هغه دا هم ويلي، چې اسرائيل په سيمه کې یو دولت دی او دوی په دې پوهيږي.
يوسف بن علاوي زياته کړې، چې نړۍ بايد د نورو دولتونو په څېر له اسرائيلو سره هم رسمي اړيکې پيل کړي.
تېره اوونۍ د فلسطين ولسمشر محمود عباس په درې ورځني سفر عمان ته تللی و او ورپسې د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو د عمان سفر وکړ او دواړو د عمان له پاچا سلطان قابوس سره ليدلي دي.
د عمان د بهرنيو چارو وزير دا څرګندونې عمان ته د نتنياهو له سفر څخه يوه ورځ وروسته کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د عمان د دې پرېکړې هرکلی او دا يې د سولې لپاره يو ښه ګام بللی دی.
همدارنګ د سعودي د بهرنيو چارو وزير عادل الجبیر او د بحرين د بهرنيو چارو وزیر خالد بن احمد الخلیفه له اسرائيلو سره د نږدې کېدو په اړه د عمان د پرېکړې ملاتړ او هرکلی کړی دی.
عادل الجبیر ويلي د سولې او ثبات لپاره له اسرائيلو سره اړيکې مهم دي.
خو د فلسطين په ګډون د نړۍ ډېری ديني علماوو له اسرائيلو سره هر ډول نږدېوالی د اسلام او فلسطينيانو په حق کې تېری او ظلم بللی دی.

شریک یي کړئ!