برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۴ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په عمان سمندر کې پر دوو تیلی کشتیو برید

آریانانیوز: العالم ټيلیویژني چینل دراپورله مخی د عمان ځاي سرچینو وئيلي دي په عمان سمندر کې د اوومو تیلو پر دوو سترو کشتیو حملې شوي چې ځینو سرچینو وئيلي دي دغه تیلی کشتۍ دمتحده عربی اماراتو دي .


راپورښئ دغه تیلی کشتۍ فارس خلیج ته اومۀ تیل صادروي .
دپاکستان ځاي سرچینو هم په عمان سمندر کې د سترو چاودنو دغږ دآوریدو خبره کړې او وئيلی ئې له دغو چاودنو وروسته د تیلی کشتیو د عملې له خوا د پاکستان او عمان له بندرونو د مرستې غوښتنه شوې ده
دخبر تر مخابیره کیدا پورې ددغې پيښې پړه چا په غاړه نه ده اخستې .
وروستی راپورونه ښئ چې د ایران دهرمزګان ولایت د بندرونو او سمندر کچ کونې د ادارې عمومی مدیر ادهم رضواني زمونږ خبریال ته په خبرو کې وئيلي دي ، ددغو تیلی کشتیو څلور څلویښت کسیزه عمله د هرمزګان دسمندري مرستندویه اوژغورونکي مرکز په غږملتیا سره دایران په جنوب کې جاسک بندر ته منتقل کړائ شوي دي .
هغه وئيلی هغه کشتۍ چې د الجزایر په بیرغ سره په مارشل ټاپوګانو کې روانه وه ، د قطر له الرویس بندره ئې دتایوان په لور د اتانول جوپه ئې بار کړې وه او کابو لس منټه کم نهه بجې له پیښې سره مخ شوه او د هرمزګان سمندري او بندرونو دچارو د مرستندویه مرکز په غږملتیا سره ئې درویشت تنه عمله د ماکوګانو په وسیله وژغورل شوه . رضواني وئيلي دوهمه کشتۍ هم چې د پاناما حکومت په بیرغ سره روانه وه ، له عربستانه ئې دسنګاپور په لور د مټانولو جوپه بار کړې وه ، په لسم لس بجې له پيښې سره مخ شوي چې د غه کشتۍ هم د هرمزګان د مرستندویه مرکز په غږملتیااود ماکوګانو په وسیلې سره ئې یویشت کسیزه عمله وژغورل شوه .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي