برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : جمعه, 13 آوریل , 2018 لنډ لینک :

دیمن پوځ به تیریګرو ته په راتلونکوورځو کې لاسخت ځواب

د یمن دپوځ ویندوی شرف لقمان پرون مازدیګر له المسیره ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې وئیلی دی ، دسعودی عربستان په ریاض، جیزان ،نجران اوعسیر کې په سمندری ، اقتصادی اوپوځی ټارګټونو له توغندوی او ډرون حملو وروسته به په راتلونکو شپو ورځو کې تیریګر نوره هم غافلګیر کړی .


شرف لقمان ددې خبرې په کولو سره چې دیمن پوځی ځواک اوولسی مبارزې کمیټې پوهیږی ، څرنګه د دښمن په پوځی ا واقتصادی تاسیساتو حملې وکړی ،وئیلی دی، د وروستیو توغندوی او دبې پیلوټه الوتکو په وسیله له حملو وروسته پوځ او ولسی مبارزې کمیټې ځانونه د لاقدرتمنو مرحلو لپاره تیاروی .
دیمن دپوځ ویندوی په دې خبرې په ټینګار سره چې دیمن پوځ له بل هروخته لازیات قدرتمند دی ، ووئیل د په آبها هوائی ډګر د قاصف نومې بې پیلوټه الوتکې حمله ، له بې پیلوټه الوتکو څخه د استفادې په برخې کې دتوغندوی توان دلوړولو لپاره وه .
دیمن دپوځ هوائی ځواک پرون دعربستان په عسیر کې په آبها هوائی ډګر او دغه راز په جیزان کې د آرامکو تیلی تاسیساتو باندې د بې پیلوټه الوتکو غافلګیرې حملې کړی دی . چې وئیل کیږی درندې مرګ ژوبلې او ستر تاوانونه ئې اړولی دی .

شریک یي کړئ!