برخه -څانګه : video -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۲ خرداد , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

ویډیو/ د بدخشان د والي د ساتونکو لخوا د 3 لاریون کونکو وژنه

دانلود ویدیو

آریانانیوز: د بدخشان د والي ساتونکو درې تنه لاریون کونکي په ډزو ووژل.

د یادونې وړ ده چې د بدخشان د فیض آباد ښار سلګونو اوسیدونکو په دغه ښار کې د اوبو ، بریښنا او امنیت نشتوالي په اعتراض مظاهره او لاریون یې وکړ.

لاریون د سه شنبې په ورځ (د مرغومی په 18 مه) د شهر نو فیض آباد څخه د سهار په اتو بجو پیل شو ، خو څو ساعته وروسته ناراضه لاریون کونکو د بدخشان د والي د دفتر په دروازه کې بیلابیل شعارونه ورکول او ځینو یې د ولایت دفتر ته د ننوتلو هڅه وکړه .

لاریون کونکي وايي چې د امنیتي ځواکونو د ډزو په پایله کې درې تنه وژل شوي او 24 نور ټپیان شوي دي.

خو د بدخشان ولایت ویاند دغه تورونه رد کړل او زیاته یې کړه چې دغه کسان د امنیتي ځواکونو په ډزو کې ټپیان شوي نه دی، بلکې د خپلو ډبرو او ډزو په ویشتلو سره ټپیان شوي دي.

 

 

 

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي