برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۵ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

که رښتيا سوله غواړئ، نو د امنيتي تړون لغو کېده وغواړئ!

د امريکا او د کابل د اوسني حکومت تر منځ امنيتي تړون د اسلامي شريعت د لارښوونو او زموږ د هيواد او خلکو د ګټو سره په مخالفت او ټکر کې دی.


په دې هکله د رسول الله صلى الله عليه وسلم دې صحيح حديث ته پام وکړئ:
« مَنْ عَمِلَ عَمَلًا لَيْسَ عَلَيْهِ أَمْرُنَا فَهُوَ رَدٌّ » (بخاري، كتاب العتق، باب النجش، مسلم، كتاب الأقضية ، باب نقض الأحكام الباطلة، ورد محدثات الأمور، 18 – (1718) شمېره حديث.
ژباړه: هر څوک چې داسی يو کار وکړي چې زموږ د شريعت سره سم نه وي، نو هغه مردود، او باطل دی د منلو وړ نه دی او عمل دې نه په کېږي.
شيخ الإسلام محمد بن علي ابن دقيق العيد (625/702هـ) په ”إحكام الإحكام شرح عمدة الأحكام“ کې وايي:
”وَيُسْتَدَلُّ بِهِ عَلَى إبْطَالِ جَمِيعِ الْعُقُودِ الْمَمْنُوعَةِ “.
ژباړه: په دې حديث سره د ټولو منع کړی سوو تړونونو پر باطل والي باندي استدلال کېږي.
دغه خبره د عبارت په لږ بدلون سره إسماعيل بن محمد الأنصاري په “التحفة الربانية في شرح الأربعين حديثا النووية“ کې هم کړې ده.
همداراز مصطفى البغا د دغه حديث په شرح کې ليکي: که چا په ناپوهۍ سره د نبوي سنتو خلاف کوم عمل تر سره کړ او بيا وپوهېدی چې نبوي سنت يې نه مني نو پر دغه کس د د غه حکم ماتول او له هغه څخه رجوع کول لازم دي.
همدا شان په دغسي مواردو کي د مصر د لوى مفتي او د ازهر د پوهنتون د مشرشيخ حسن مامون او نورو عالمانو فتوا داسي ده:
المعاهدات التى يعقدها المسلمون مع دول أخرى غير إسلامية جائزة شرعًا إذا كانت فيها مصلحة للمسلمين، أما إذا كانت لتأييد دولة معتدية على بلد إسلامى فإنها تكون تقوية لمن اعتدى، وذلك غير جائز شرعًا. وګورئ المکتبة الشاملة الاصدار الثاني.

ژباړه: هغه تړونونه چې مسلمانان يې د نورو غير اسلامي دولتونو سره لاسليکوي که په هغو کې د مسلمانانو مصلحت وي د شريعت له مخې جايز دي، خو که پر اسلامي هيواد باندې د تېري کوونکي دولت د تاييد او ملاتړ لپاره وي، څنګه چې دا د هغه ځواک د تقويې لپاره باله سي چې تېری يې کړی دی، نو د شريعت له مخي ناجايز دی.
کله چي د عراق ګوډاګي حکومت د امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړ، د عراق د بغداد او د يمن د صنعاء د پوهنتونونو يوه پياوړي اسلامي، اصولي او فقيه عالم او مبارز او د ډېرو اسلامي کتابونو ليکوال استاد عبدالکريم زيدان رحمة الله عليه د يوې شرعي فتوا په صادرولو سره د دغه تړون لاسليکول حرام وبلل. پام وکړئ په دې هکله د رسنيو له خوا لاندي خپاره سوي خبر ته:
علامه عبدالکريم زيدان رئيس سابق اخوان المسلمين عراق باصدور فتوايى امضاى توافقنامه امنيتى بين واشنګتن وبغداد را حرام دانست.
به گزارش شبكه خبر به نقل از الجزیره؛ عبدالكریم زیدان با صدور فتوایی شرعی اعلام كرد: دولت و مجلس نمایندگان عراق حق تصویب این توافقنامه یا موافقت با آن را ندارند زیرا انعقاد چنین قراردادی جایز نیست و آنچه كه انجام دادنش جایز نباشد جزو منكرات است كه باید باطل شود. در این فتوا آمده است دولت عراق باید برای بیرون راندن اشغالگران تلاش كند و از آنان بخواهد غرامت كشته شدگان و همه ویرانی ها و خرابی هایی را كه در عراق ایجاد كرده اند بپردازند. زیدان تاكید كرد: دولت عراق به هیچ وجه حق ندارد از این غرامت چشم پوشی كند.
بله خبره داده چې پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ده باندې د امريکې او نورو ټولو فشارونو سره سره دغه تړون لاسليک نه کړ. د دغه تړون په اړه په وارو وارو د ملي شورا مجلسونو او نورو پوهانو او د سياسي مسايلو شنونکو په دلايلو سره ويلي دي چې دا تړون د افغانستان د خلکو په ګټه نه دى، بلکي د يرغلګري امريکا په ګټه دى او په ګران افغانستان کي د اشغال دوام ته د تل لپاره لار پرانيزي. ان ډېرو سياسي شنونکو جوته کړې ده چې په هيواد کې د اوسنيو بدمرغيو لويه برخه د همدې امنيتي تړون ثمره ده.
نو ای د سولي لپاره هلي ځلې کوونکو ! که په رښتيا په ګران هيواد کې سوله غواړئ او د امريکې د هغو فشارونو برخه نه ياست چې نيکولسن طالبان په ګواښلي دي او د خپل هيواد او خلکو سره مينه لرئ او په دې اړه مو اسلامي او افغاني غيرت لږ څه زړه او ضمير در تخنوي، نو د امريکې سره د دغه ناولي تړون د لغو کېدو په ګډون له افغانستان څخه د امريکې د پوځيانو د وتلو مهال وېش وغواړئ چي نور د جګړې لپاره هيچا ته هيڅ ډول پلمه پاته نه سي.
عجيبه ده پخوا خو به ويل کېدل :
ټوله به ځو د جنګ ميدان ته
نه چې پېغور د کوم غليم راپاتې شينه
او اوس هم زموږ ټول مسلمان هيواد وال، پرته له څو موزيګيانو داسي وايي:
د جنت حورې به يې سيل کړي
چاچې د دين په لارکې سر ورکړی وينه
او داسي به ويل کېدل:
حق به هېڅکله درپل نه کړم
څودغليم په وينوسره نه کړې لاسونه
يا به ويل کېدل:
په ناموس ننګ په وطن جنګ دی
دوطن جنګ ته په غورځنګ ورځم مينه
يا به ويل کېدل:
جانانه ملاوتړه جنګ دی
دوطن ننګ دی پردښمن وکړه تاختونه
خو نن:
پروت لکه ښځه په کاله شـــــــوې
نه د دغه نه د هغــــــــــه شــــــــــــوې
خاورې اېرې شولې نور څه شوې
که په مېوند کې شهيد نه شوې
خدايږو لاليه بې ننګــــۍ ته دې ساتينه
او:
خندا د يارسره ښايېږې
بې ننګه يار يې غمازانو سره کړينه
نو:
بې ننګي مه کوه جانانه
په بې ننګۍ جنګونه چاګټلي دينه .
او زموږ پېغلي د هغه چا سره مينه کوي چې د غليم سره ډغري وهي او له هيواده يې په مړانه او ټوپک وشړي، لکه چې وايي :
جانانه خوله به هله درکړم
که دې غماز له ملکه وشاړه مينه
تخت د سينې به دې په نام کړم
که د دښمن په مرچل تاکړل غورځنګونه
او هغه ځوان چې د وطن د غليم سره د جګړې لپاره ټوپک غاړي ته اچولی وي داسي ورته وايي :
تردې بوړي ټوپک دې ځارشم
په غاړه ستادی کږه زه درسره ځمه
په پای کې:
مېړونه يوځلې پرځای مري
موزيګي هرساعت پرځای بې ځايه مرينه
او:
موزي مريی د امريکې سو
بل هيڅ نه غواړي خپله خېټه ډکوينه
والسلام
عبدالمالک همت

شریک یي کړئ!