برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۵ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په رايه ورکولو سره د امريکا پلوو ظالمانو ملاتړ له قرآنه مخالف او حرام کار دى

آریانانیوز: درنو لوستونکو ! لکه چي نړيوال او زموږ هيوادوال په تېره په هغو کي د عقل او علم خاوندان ډېر ښه پوهيږي زموږ پر ګران اسلامي هيواد افغانستان باندي لومړى د شوروي او ورپسې د امريکايي او لوېديزو کفارو په څرګندو او لڅو لغړو تېريو سره په دې بې وزلي او وروسته ساتل سوي هيواد کي د ډول ډول ظلمونو، فسادونو، ورانيو، جګړو ، ژوبلو، وژنو، کړونو ، بې رحميو ، د اسلام او مسلمانانو سره د سترو جفاوو، د لوى څښتن او د هغه د بنده ګانو د حقونو د تلفولو، د مسلمانانو د خداى ورکړو آزاديو د سلبولو، د اسلام د مقدس دين د سپکاوي، د اسلامي عالمانو د ګواښلو، وژلو ، کړولو او زندانونو ته اچولو، د کفارو لخوا د کورونو په خپل سر تلاښي کولو او د هغو او د هغو د پلويانو لخوا د اسلام پالني او وطن دوستۍ په جرم د تښتولو او بندي کولو، د نړۍ والي جګړې په سويه د ډول ډول جنګي الوتکو او ټانکونو او پر مختللو وسلو او د ناټو د جنايتکار پوځي ځواک د کارولو او داسي ډېرو نورو فجايعو د ترسره کولو بازار په نهايي کچه تود سوى دى. د دغو کفارو د دې تېريو په روان بهير کي د دوى او د دوى د ډول ډول ګومارلو له ځناورانه ظلمونو او تعدى وو څخه زموږ د بې وزلو هيوادوالو هيڅ يو په امن کي نه دى پاته سوى. لنډه داچي منلې خبره ده چي زموږ په ګران هيواد کي د بهرنيو او کورنيو ظالمانو له خوا د ظلم ټول ډولونه او مظاهر په نهايت درجه او په ډېر شدت او حدت او قساوت سره روان دي او په دې کي څه د شک خبره نسته که څوک دا خبري نه مني او يا يې سر نه په خلاصيږي نو به يې يا په عقل، بصيرت او پوهه کي څه کمى وي او يا به د ظالمو کفارو پټ يا لڅ پلوى وي.
لکه چي تاسي پوهېږئ د ګران هيواد افغانستان د اشغال او د مظالمو په دغسي تور دور او د مسلمانو افغانانو د پاڅون او اسلامي سپېڅلي جهاد او مقاومت په دې ګرمه هنګامه کي امريکايي او اروپايي غليمانو په دې وروستيو کي يو ځل بيا زموږ په هيواد کي پر خپلو دې مظالمو او تېري باندي د سرپوښ ايښوولو او خپلو خلکو او نړيوالو ته د دې ښوولو په موخه چي په افغانستان کي د دوى له تېري او د دوى له قوانينو او کرغېړني دموکراسۍ څخه ننګه او استقبال کيږي د ولسي جرګې د ټاکنو په نامه خندنى سريال په ډېره مضحکه او له درغليو ډکه توګه نندارې ته وړاندي کړى دى، څو زموږ خلک يو ځل بيا تېر باسي او د دغو بهرنيو تېري کوونکو او ظالمانو دغو پلويانو ته چي خپله هم اکثره په دې ظلمونو کي شريک او ملوث دي او په راتلونکې کي هم د نورو ظلمونو د په لاراچولو پلانونه لري په رايه ورکولو سره د کفارو او ظالمانو په ملاتړ د حرامو او ګناه او د هيواد او مظلومو هيوادوالو پر ضد د ستر ملي خيانت مرتکب کړي او دا او هغه دنيا دواړي يې ورخطا کړي.
په اوسنيو شرايطو کي د خلکو رايه د هيواد د ګټو په هکله هيڅ ارزښت نه لري، بلکي زموږ هيواد او خلکو ته تاوانونه او لوی خطرات پر مرتب دي. په دغو ټاکنو کي رايه ورکول داسي معنا لري لکه څوک چي په لوی لاس ځان او نور د شرمښانو په خولو کي ورکړي. دلته اوس هر څه د تجاوزګرانو په واک کي دي چي زموږ بې وزلو او بې دفاع خلکو ته تر شرمښانو ډېر بتر دی. هغو له وخته خپل مورد نظر کسان ټاکلى دى. له دې ټاکنيزو منډو ترړو څخه هغوى مازي ناوړه ګټه اوچتوي. يرغلګران چي زموږ مقدساتو، زموږ فرهنګ، زموږ ژوند او بشري حقونو ته درناوي نه کوي او په ښکېلولو او خوارولو مو پسې دي، نو زموږ رايو ته څه احترام کوي؟ که موږ رايه ورکړو که يې ورنه کړو يرغلګران پر موږ باندي خپل د خوښي کسان تپي. (لکه چي په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کي مو وليدل چي د خلکو رايو ته هيڅ ارزښت ور نه کړه سو او د امريکې ښکېلاک د امريکې د هغه مهال د بهرنيو چارو د وزير جان کيری په واسطه د ولسمشرۍ پرګدۍ دوه تنه واکمنان راته کښېنول. فرضاً که اوس هم موږ داسي چا ته رايه ورکړو چي د یرغلګرانو خوښ نه وي نو آيا هغوى به يې ومني ؟ هيڅکله نه! بلکي وژني يې (لکه چي همدغسي ډېر کسان يې په دې وختونو کي په مرموزه توګه وهم وژل)او يايې په يو ډول نه يو ډول له صحنې باسي او که کوم پاک مسلمان، وړ او هيواد پال وګړی پارلمان ته لار پيدا هم کړي د هيڅ خدمت جوګه به نه سي. بلکي لکه چي وايي:«هرکه درکان نمک رفت نمک شد». د دغو فاسدو عناصرو تر اغېز لاندي به اوسي او يا به د هیڅ کار وس نه لري.
درنو هيوادوالو ! زه ستاسي د يوه کوچني هيوادوال او قلمي خدمتګار په توګه تاسي ته خپلي غاړي خلاصوم او درته وايم چي په دغو ټاکنو کي ګډون او په هغو کي نوماندانو ته رايه ورکول نه دا چي په جدي توګه هيواد او هر هیوادوال ته تاوان دی، بلکي د قرآن کريم، نبوي سنتو او اسلامي شريعت له مخي د تېري کوونکو او ظالمو کفارو او کورنيو ظالمانو او د ظلم د پلويانو، د اسلام او وطن د دښمنانو او د افغانانو د قاتلانو او کړوونکو ملاتړ او تعاون باله سي چي په ټينګه بايد ډډه ځني وسي.
تاسي فکر وکړئ په تېرو اتو کالو کي دغو د پارلمان غړو پرته له دې چي د خپلو ځانونو، خپلو امتيازاتو، د خپلو جيبونو د ډکولو او ان له امريکايانو څخه د بډو او امتيازونو اخيستلو په فکر کي وه او دوی ته د خطر پرمهال بهرته د تېښتي لپاره مخکي له مخکي د پاسپورټونو اخيستلو په فکر کي وه بل يې دې اشغال سوي هيواد او دې يرغمل سوو، بې وزلو خلکو ته څه وکړه؟
تاسي وګورئ په همدې اوسني په اصطلاح ملي لوی ايتلاف کي څوک سره يو ځای سوي او د څه لپاره غورځي پرځي کوي؟ آيا دوی د هيواد او ملت په غم کي دي او که د خپلو ځانونو او واک او قدرت په غم کي؟
دغه په اصطلاح د خلکو د وکالت لپاره نوماندان چي دا دومري پيسې ښندي، دا د خدای لپاره ښندي او که د دې لپاره چي واک ته په ورسيږي او د دغو پيسو څو برابره بيرته ترلاسه کړي؟
وايي د کابل ولايت په ولسي جرګه کي ۳۳ چوکۍ لري، خو دغو چوکيو ته ۸۰۴ تنو ځانونه نوماند کړي دي؟! آيا دې ټولو د خلکو د خدمت لپاره ځانونه کانديد کړي دي؟ آيا دغه کسان يوازي په ولسي جرګه کي خلکو ته خدمت کولای سي او دوی ته بل د خدمت ځای نسته ؟!
د کابل ولايت په دغو نوماندانو کي ډېری د نورو ولايتونو اوسېدونکي دي، که په رښتيا د دوی موخه د خلکو خدمت وي، نو دوی ولي په خپلو ولايتونو کي خپلو خلکو ته چي د کابل تر خلکو ډېر د دوی خدمت ته اړ دي خدمت نه کوي؟ دوی خو په کابل کي ډېر خلک نه پېژني، نو طبعاً رايي هم نه ورکوی، نو دوی ته څوک رايي ورکوي؟ طبعاً د دوی سره بهرني سفارتونه، د افغانستان لپاره د دموکراسۍ موسسې غوندي مشکوک او استخباراتي سازمانونه او نور نامشروع کومکونه کوي.
په دې هکله په قرآن کريم ، نبوي احاديثو او د ديني علماى کرامو په ليکنو کي زښتي زياتي څرګندوني سته، چي زه به يې څو بېلګې په لنډه توګه درته وړاندي کړم:
قرآن کريم فرمايي:
﴿وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ (2) ﴾[المائده ٥:۲]
ژباړه : پر نېكي او پرهېزګاري يو له بله مرسته كوئ او په ګناه او ظلم او تېري كي مرسته او ملاتړ مه كوئ . له الله څخه ووېرېږئ . بېشكه چي الله د سختي سزا وركوونكى دى.
له دغه آيت څخه په ډاګه څرګنديږي چي د تجاوزګرانو او د هغو د مزدورانو سره پر ظلم او تعدى باندي مرسته كول په هر اسم او رسم چي وي لويه ګناه او د لوى څښتن له دغه صريح امره څرګند مخالفت دى. خداى تعالى مودي ځني وساتي.
دغه راز قرآن کريم فرمايي:
﴿وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ (113)﴾ [هود : ۱۱ : ۱۱۳]
ژباړه : او ظالمانو ته تمایل مه ښياست، که نه نو د دوږخ اور به مو(د دغه تمايل له امله) وسوځي او تاسي ته له الله پرته هيڅ (داسي) دوستان نسته (چي له دغه اوره مو وژغوري )او له بل هيڅ ځای څخه به مرسته در ونه رسيږي.
په تفسير کبير او نورو تفاسيرو کي وايي : د ظالمانو کلتور او کړه وړه غوره کول يا د ظالمانو او د شر او فساد د توکو کار او لار ښه بلل او تبليغول، له هغو څخه مرسته ترلاسه کول، د هغو ستاينه او په درناوي سره د هغو يادونه، د هغو خبري منل او غوړه مالي ورته کول، د هغو د ظلم زغمل او منل، د هغو سره دوستي، ملګرتيا، د هغو په کارونو، غونډو او مجالسو کي اشتراک ټول هغو ته په ميلان کي راځي، چي بايد د امکان تر حده ډډه ځني وسي. په تفسير بيضاوي کي ليکلي دي : د ظالمانو خوا ته چي د لږ څه ميلان پايله دوږخ دى، نو د ظلم پايله به څه وي؟ په تفسير مظهري کي وايي چي په روايتونو کي راغلي دي چي يوه سړي په يوه امام پسي لمونځ کاوه . کله چي امام دغه آيت ولوست سړى بې سده سو. بيا چي پر سد سو ، خلکو د بې هوښۍ په هکله پوښتنه ځني وکړه ، هغه وويل : کله چي ظالم ته د ميلان سزا دونه وي، نو د ظالم به لا څه حال وي؟ نو د دې خبري تصور زه بې سده کړم. لوى څښتن سبحانه مو دي د ظلم کولو او د ظالمانو له پلوۍ څخه په خپل فضل او کرم وساتي.
موسى عليه السلام يوه ورځ يو ځاى وليدل چي د ده د دښمن له قوم څخه يو سړى( مصرى، قبطي) او د ده له خپل قوم څخه يو سړى (اسرائيلى) په جګړه اخته دي. مصرى غښتلى، ظالم او تېرى کوونکى وو. اسرائيلى بې وزلى وو او د مرستي غوښتنه يې کول. موسى عليه السلام ور وړاندي سو چي بوګاښ يې وکړي او مظلوم له ظالمه وژغوري. خو داسي پېښه سوه چي هغه ظالم مصرى يې ټينګه چپلاخه وواهه او ځاى پر ځاى مړ سو. موسى عليه السلام ډېر خفه سو، خپلي تېروتني ته متوجه سو او له خپل دې عمله او د شيطان له وسوسو څخه يې لوى څښتن ته پناه وروړه. پر خپلو کړو پښېمانه سو او له خداى څخه يې د بخښني غوښتنه وکړه او د بخښني په شکرانه کي يې ژمنه وکړه چي له دې وروسته به هيڅکله د فرعونانو او مجرمانو ملاتړ نه کوي. قرآن کريم په دې هکله داسي يادونه کوي:
﴿ قَالَ رَبِّ بِمَا أَنْعَمْتَ عَلَيَّ فَلَنْ أَكُونَ ظَهِيرًا لِلْمُجْرِمِينَ (17) ﴾ [ القصص ٢٨: ١٧ ]
ژباړه:
(لوی څښتن سبحانه موږ ته د موسی د هغي دعا په اړه خبر راکړ چي ژمنه يې پکښي وکړه او) ويې ويل:”ای زما پالونکې څښتنه ! ستا د هغو نعمتونو له امله چي تا پر ما باندی پېرزوکړي دی (لکه غښتلتيا، حکمت او پوهه) زه به تر دې وروسته هيڅکله د کافرو مجرمینو پر جرمونو باندي د هغو ملاتړی نه سم“ .
(د ښو او پوهو شخصيتونو له ځانګړنو څخه په هر مهال او ځای کي يوه داوي چي د ظالمانو مرسته نه کوي او په خوا کي يې نه دريږي).
په التحرير والتنوير تفسير کي وايي چي مجرمان هغه کسان دي چي خلک خواروي او ظلم پر کوي. او د مجرمانو نه ملاتړ دانه دى چي يوازي د دوى ملاتړ ونه سي، بلکي بايد د حق ملاتړ وسي او د باطلو سره مبارزه وسي، ځکه که د باطلو او منکرو د له منځه وړلو لپاره مبارزه ونه سي دا د باطلو يو ډول ملاتړ ګڼل کيږي.
دغه راز په تفسير کبير کي وايي چي د دغه آيت له مخي د ظالمانو او فاسقانو مرسته او معاونت نه دى روا .
همدا راز مفسرينو د دغه آيت په اړه فرمايلي دي چي د حضرت موسى عليه السلام دغه ژمنه په ډېرو پراخو الفاظو کي ده. له دې څخه دا هم مراد ده چي زه به هيڅکله د هغو خلکو ملاتړ او مرستندوى نه سم چي په نړۍ کي ظلم او تېرى کوي. او د مجرمانو په مرسته به د دوى په ليکو کي هم ونه درېږم. جرم او مجرم چي په هره بڼه وي ګوښه به ځني ګرځم او په هيڅ توګه به يې نه ملګرى کېږم. حضرت موسى عليه السلام په هماغه ورځ له فرعون او د هغه له حکومت سره د اړيکو پرېکولو ژمنه وکړه، ځکه چي هغه يو ظالم حکومت وو او د لوى څښتن پر مځکه يې ظالمانه واکمني ټينګه کړې وه. هغه دا درک کړه چي يو رشتينی مسلمان د يوه ظالم حکومت کار نه کوي، ځکه په دې توګه د دغسي حکومت مرستندوى او ملاتړى ګرځي.
اسلامي عالمانو په عمومي ډول د حضرت موسى عليه السلام له دغي ژمني څخه استدلال کړى دى چي يو مسلمان بايد د ظالم له مرستي څخه په ټوله معنا ډډه وکړي او په هيڅ شي کي مرسته ورسره ونه کړي.
د حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنه شاګرد او د حضرت امام ابوحنيفه رحمة الله عليه استاذ نامتو تابعي حضرت عطا بن رباح رحمة الله عليه ته يو چا عرض وکړ چي زما ورور د بني اميه وو په حکومت کي د کوفې د والي منشي دى د چارو په هکله پرېکړي د هغه دنده نه ده، بلکي کومي پرېکړي چي کيږي د هغه په قلم ليکل کيږي. که هغه دغه کار ونه کړي نو اولادونه به يې وږي سي. حضرت عطا په جواب کي پورتنى آيت ولوست او ويې فرمايل: د دغه آيت په حکم هيڅ يوه مومن ته روا نه ده چي د ظالم مرسته وکړي. ستا ورور بايد خپل قلم د هغه لپاره ونه چلوي. د روزۍ ذمه وار يې لوى څښتن دى.
يوه بل چارواکي له حضرت عامر شعبي څخه پوښتنه وکړه چي زه يوازي د احکامو ليکلو مسؤول يم د پرېکړو کولو مسؤول نه يم آيا ما ته دغه روزي حلاله ده؟ هغه وويل: کېداى سي چي د يوه بې ګناه د وژلو پرېکړه وسي او هغه ستا په قلم وليکله سي. کېداى سي چي په ناحقه د يو بل چا مال ضبط سي يا د چا د کور نړولو امر وسي او هغه ستا په قلم وليکل سي. بيا دغه امام پورتنى آيت ولوست، چي د هغه په اورېدو سره چارواکي وويل: له نن ورځي وروسته به د بني اميه وو د احکامو په ليکلو کي زما قلم ونه چليږي. امام وويل: لوى څښتن به هم تا له روزۍ څخه محروم نه کړي.
عبدالرحمان بن مسلم، ضحاک بن قيس يوازي د دې لپاره لېږى چي هغه د بخارا د خلکو معاشونه ور وړي او ور ويې وېشي. خو هغه له دې کاره هم ډډه وکړه او ويې ويل: نه غواړم چي د ظالمانو په هيڅ يوه کار کي مرسته وکړم. ( په دې هکله په تفهيم القرآن، روح المعاني، التحرير والتنوير، قرطبي او د طنطاوي په الوسيط کي د پورتني آيت تفسيرونه وګورئ).
رسول الله صلی الله علیه وسلم د ظالم ملاتړى داسي ترټي:
عَنْ كَعْبِ بْنِ عُجْرَةَ قَالَ:خَرَجَ عَلَيْنَا رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم وَنَحْنُ تِسْعَةٌ: فَقَالَ: « إِنَّهُ سَتَكُونُ بَعْدِي أُمَرَاءُ مَنْ صَدَّقَهُمْ بِكَذِبِهِمْ وَأَعَانَهُمْ عَلَى ظُلْمِهِمْ فَلَيْسَ مِنِّي وَلَسْتُ مِنْهُ وَلَيْسَ بِوَارِدٍ عَلَيَّ الْحَوْضَ وَمَنْ لَمْ يُصَدِّقْهُمْ بِكَذِبِهِمْ وَلَمْ يُعِنْهُمْ عَلَى ظُلْمِهِمْ فَهُوَ مِنِّي وَأَنَا مِنْهُ وَهُوَ وَارِدٌ عَلَيَّ الْحَوْض».
ژباړه : له حضرت کعب بن عُجرة رضي الله عنه څخه روايت دى چي موږ نهو تنو ته رسول صلی الله علیه وسلم وويل: تر ما وروسته به ځيني داسي واکمنان وي چي دروغجن او ظالمان به وي، نو څوک چي د هغو درواغ رشتيا وګڼي او د هغو د ظلم پلوي او ملاتړ وکړي، نه دوى زما له امت څخه دي او نه زه د دوى يم او نه به دوى د حوض کوثر اوبه وچيښي. خو څوک چي د هغو خبري ونه مني او د هغو د ظلم ملاتړ ونه کړي هغه زما څخه دي او زه د هغو يم او د حوض کوثر اوبه به هم وچيښي. ( سنن النسائي، کتاب البيعة، ذکر الوعيد لمن اعان اميرا على الظلم، ٤٢١٢ حديث. دغه حديث د احاديثو نامتو کره کوونکي علامه الباني په صحيح و ضعيف النسائي کي صحيح بللى دى).
په دې هکله دغونه څرګندوني کفايت کوي وماعلينا الا البلاغ.

شریک یي کړئ!