برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پارلمانیانو! د بمبار غږ درځي!!؟

آریانانیوز: د پارلمان وکیل صاحبانو! تاسو خو له همدې اولس څخه په ډیرو ټینګو وعدو رایې اخیستې وې. تاسو خو ویل چې د اولس فریاد به تر حاکمانو رسوئ. د اولس درد او ژړا ته به انعکاس ورکوئ او په سختو شیبو کې به له اولس سره مرسته کوئ.



مګر نن سبا چې د یوې نامعلومې جنګي ستراتيژۍ له مخې یو ځل بیا امریکایانو د جګړې اور تود کړی دی. په کلیوالي سیمو یې بمبارونو او بریدونه زیات کړي دي. هره شپه څو افغانې کورنۍ په غم اړوي. معصوم طفلکان وژني. ښځې او سپین روبي شهیدانوي، ښوونځي، مدرسې، جوماتونه او کلینکونه ورانوي او د هیواد او اولس ملي زیربنا ته زیان اړوي.
نه پوهیږو تاسو ولې ګونګه روژه نیولې ده، آیا په دې وحشتونو او بمبارونو کې د امریکایانو جرمي شریکان یاست!؟
که ورسره شریک او همنظره نه یاست نو ولې غږ نه پورته کوئ. ولې د دې روان وحشت مخه نه نیسئ. آخر افغان اولس ته ستاسو خدمت او کار څه دی. که د خپلو موکلینو پوښتنه نه کوئ. که خپلو سیمو ته انکشافي خدمات نه کوئ خو بهانه موجوړه ده چې امنیت نشته دی. آخر دا خو به کولای شئ چې د پارلمان له مایک څخه د افغان دردیدلي اولس د حفاظت او مظلومیت غږ پورته کړئ. روان مظالم وغندئ او په عاملینو یې نفرین ووایاست.
که دا د خبرو مبارزه هم ونکړای شئ، نو ستاسو شتون او وکالت بې معنی دی، بیا نو کوم په منطق او کوم مخ له دې اولس څخه د بیا ټاکل کیدو لپاره رایه غواړئ. تاسو چې د خپلو خلکو د ساتنې لپاره یو غږ نه شئ پورته کولای او نه هم له اولس سره روان ظلم غندلئ شئ نو له دې پرته به د څه شي توقع  درنه وشي او خلک به په کوم امید رایه درکوي.
ګورئ! دا ستاسو دیني، افغاني او وجداني وظیفه ده. د امریکا او اشرف غني د زړه ساتلو لپاره خدای او خپل اولس مه ناراض کوئ. د امریکا او اشرف غني په ځای په خپل اولس تکیه وکړئ. که غواړئ چې تاریخ ته نیکنام شئ. که غواړئ چې خپل وجداني مسؤلیت مو ترسره کړی وي او ددې هیواد په تاریخ کې مو د واقعي او غمخور وکیل نوم ګټلی وي. باید چې په داسې مسائلو کې دخپل اولس ترڅنګ ودریږئ.
امریکا که هر څو کاله دلته دیره شي آخر هم تلونکې ده. دا هیواد به همدا موږ او تاسو ته پاته وي. نو د اجنبي امریکا لپاره خپل اولس له ځانه مه پردی کوئ او مه یې هم پردیو بمبارونو ته پریږدئ.
د دې جنایاتو او عاموژنو چاره او جبیره دا نه ده چې له غمیزې وروسته یوازې د حکومت رسمي ویاند ووایي چې د پیښې د تحقیق لپاره پلاوی ټاکل شوی دی.د پلاوي ټاکل یا نه ټاکل غمځپلي اولس ته هیڅ ګټه نه رسوي. باید چې له لویه سره د ملکي تلفاتو مخه ونیول شي. له امریکایانو سره مخامخ خبرې وشي چې په کوم قانون یې دغه جنایات روان ساتلي. آخر د خپل شکست انتقام له عامو خلکو ولي اخلي. دوی چې دومره قوي ټینکالوژي لري چې دوه انچه شی معلوموي. نو بیا اولس میشته کلي او کورونه ولې نه ورمعلومیږي چې داسې بې دریغه یي بمباروي.
د روان قتل عام مخنیوی د هر مسلمان او افغان مسؤلیت دی. خو په دې کې لویه وظیفه د پارلمان د وکیلانو هم ده چې باید ترسره یي کړي.تر څو د غمځپلیو افغانانو غمیزې را کمې او د ویرونو داستان یې پای ته ورسیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي