برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۹ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په تذکرو کې د مور نوم درج کېدو غوښتنی

آریانانیوز: د پارلمان داخلی وظایف اصولو په اساس ۲۵ نماینده ګان د یو وړاندیز په امضا سره کولای شی د یو قانون تعدیل او یا رامنځته کېدو طرحخه مجلس ته د غړو طرحی په حیث ارایه کړی
په دی توګه د پارلمان ځينی نمایندګان تیره ورځ مجلس ته د تذکرو ویښ قانون دوه مادو بدلون طرحه ارایه کړ ترڅو په اساس یی میندی دا حق ولری چی خپل زامنو لپاره تذکره واخلی او همدارنګه نومونه یی د خپلو زامنو په تذکرو کې درج شی
ناهید فرید د پارلمان غړي وویله: زما او ځينو وکیلانو په نظر چی ددی طرحی سره موافق دی او حداکثر یی نارینه دی، په دی برخه کې لومړۍ ګام داده چی د تذکره ویښ قانون دوه بنیادی تعدیل او بدلون ته اړتیا لری ترڅو ښځی خپل ځان ددی بدلونونو په هنداره کې ووینی
آغلۍ فرید زیاته کړه، په دی تعدیلاتو کې وړاندیز شوی دی چی لومړۍ میندی لومړۍ خپل حق چی د خپلو زامنو تذکرو ترلاسه کول دی لاسته راوړی او دوهم هغه وخت چی د نیکه نوم په تذکره کې درج کیږی، مور حق لری نوم یی په تذکره کې درج شی
دپارلمان دا غړۍ مجلس ته وویله، ښځه د هغه ورځی څخه چی په دی ټولنه کې نړۍ ته راځي او ترڅو چی د نړۍ څخه ځی، مستقل هویت نه لری.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي