برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۹ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د پکتیا ولایت د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ دپایلې اعلان

آریانانیوز: سره له دې چې د پارلمان اوولسمه دوره پرانیستل شوه، خو د ټاکنو کمیسیون د یو اعلان په ترڅ کې د پکتیا ولایت د ولسي جرګې ټاکنو کې بریالي کسان اعلان کړل.



د ټاکنو کمیسیون د اعلان پر بنسټ محمد ابراهیم غښتلی، ډاکټر یاربازخان حمیدي، نصیب مقبل، سید حسن ګردېزی او راضیه سعادت منګل هغه کسان دي چې له پکتیا څخه ولسي جرګې ته بریالي شوي دي.
دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د کابل ولایت لومړنۍ پایلې هم لغوه اعلان کړې او ويې ویل چې د دې ولایت رايې به د درېیم ځل لپاره له سره شمېري.
د ولسي جرګې ټاکنې د تېر کال په تله میاشت کې وشوې، خو لا يې هم بشپړې پایلې نه دي اعلان شوې.
اشرف غني له دوه میاشتنیو تړلو دروازو وروسته د پارلمان اوولسمه دوره پرانیسته، خو د پکتیا له یادولو پرته يې د کابل د استازیو په نشتون د خواشيني اظهار وکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي