برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۲ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کابل د شهرنو سوداګرو له هېواده د پانګو ایستلو ګواښ

د کابل ښار د شهرنو په سيمه کې هټۍ وال وايي، پرونيو ډله ييزو بريدونو لسګونه زره ډالر زيان ور اړولی او ګواښ يې وکړ که چېرې حکومت يې امنيت خوندي نه کړي نو خپلې پانګې به نورو هېوادونو ته ولېږدوي.


ځانمرګو بريدګرو تېره ورځ له غرمې مخکې ۱۱ بجې او دېرش دقيقې د کابل ښار په ديارلسمه امنيتي حوزه بريد وکړ او شاوخوا نيم ساعت وروسته پنځو نورو وسله والو بريد کوونکو د لسمې امنيتي حوزې په ساحه او د شهير په نوم د يوه خصوصي شرکت څنګ ته ډله ييز بريد پيل کړ.
د عامې روغتيا وزارت وايي چې د کابل د ديارلسمې او لسمې امنيتي حوزو په ساحو کې د ډله ييزو بريدونو لس تنه وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان دي.
د ديارلسمې حوزې د بريد مسووليت داعش ډلې پر غاړه اخيستی او د لسمې حوزې په ساحه کې د بريد مسووليت طالبانو منلی دی.
د کابل د شهرنو په سيمه کې د اتصالات شرکت او د پېښې د شاوخوا لسګونو هټيو ښېښې، ميزونه، کمپيوټرې ماتې شوې او د کابل ښاروالۍ کارکوونکو ښېښې راټولې او په موټرو کې يې وړلې.
د کابل د شهرنو په سيمه کې پر اسيايي پرمختیا بانک، شهير سوداګريز مرکز او لسمې امنيتي حوزې موقعیت لري چې ځانمرګو بريد کوونکو پرې بريد وکړ.
د پېښې عيني شاهدان وايي چې په سيمه کې ډېرې چاودنې وشوې او د بريدونو پر مهال “سم وحشت” جوړ و.
د پېښې عيني شاهد فرامرز ارين چې د شهير شرکت ته د هند وېزې اخيستو په موخه ورغلی و، پژواک خبري اژانس ته وويل، کله چې د شهير دفتر ته نږدې شوم لومړۍ ډزې شوې او خلکو سره منډې کړې.
دی وايي: “له ډزو وروسته يو قوي انفجار شو، خلک د تښتې په حال کې شول؛ ما دوه تنه چې چاودنې ته نږدې وليدل، سم وحشت روان و، زما غوږ هم سطحي زخمي شو.”
هغه له امنيتي ارګانونو په ځانګړي ډول استخباراتي چارواکو غواړي چې د هېواد د امنيت ټينګښت ته پام وکړي، څو د بېګناه افغانانو د بېځايه وژل کېدو مخه ونيول شي.
د نصيراحمد په نوم يو تن په يوه کلچه پزۍ کې چې د بريد له ځايه شاوخوا شل متره واټن لري، کار کوي وويل: “له کله چې بريد وشو موږ ان د ماښام تر شپږو بجو د خليفه هاشم په کلچه پزۍ کې بند پاتې وو، هره چاودنه چې کېده موږ داسې فکر کاوه چې د غوږونو پردې مو وشلېدې او زړونه مو ودرېدل.”
دی وايي: “هره لحظه پر موږ مرګ تېرېده؛ خدايه شکر چې دوباره ژوند دې راکړ.”
د اسد سوپر مارکېت کارکوونکي عتيق الله چې د دوی سوپر مارکېټ د اسيايي نړيوال بانک له دروازې سره نښتی دی او د همدې دروازې مخې ته ځانمرګي بريدګر خپل ځان ته چاودنه ورکړې، وويل:”شاوخوا ۱۲ بجې وې چې لومړۍ څلور پنځه تنه په يو کرولا موټر کې راغلل او درې څلور نور د تورو ښيښو لرونکي موټر چې ورپسې يو هايکلس موټر وو، راغلل او غوښتل يې چې دغه بانک ته دننه شي.”
دی وايي، کله چې پوليسو د تلاشۍ ورته وويل نو يو کس خپل تومانچه را و ايسته او د دروازې دوه ساتونکي يې ووېشتل، پر ياد کس د بانک نورو ساتونکو ډزې وکړې، کس ټپي شو سمدلاسه يې ځان ته چادونه ورکړه او پنځه دقيقې وروسته بله درنه چاودنه هم وشوه او ټول کسان وتښتېدل.
هغه زياتوي: “دلته د هند د سفارت قونسلګري هم شته، د اسيا پراختيايي بانګ هم شته، د لويې څارنوالۍ يو شعبه هم فعاليت او تر شا يې لسمه امنيتي حوزه هم ده خو لا معلومه نه ده چې د بريدګرو هدف کوم ځای و.”
د ده په وينا، بريدګرو درې پوليس او يو هم د اتصالاتو شرکت کارکونکي وژلي خو د ټپيانو په اړه معلومات نه لري.
د ايفل برج سياحتي شرکت کارکوونکي اشرف خان چې د پېښې ځای ته څېرمه په شل مترۍ کې موقعيت لري، پژواک ته وويل: “پرون شاوخوا ۱۲ بجې د تورو ښيښو په موټر کې ځانمرګي بريدګر راغلل، لومړی يې ډزې وکړې او وروسته درنه چاودنه وشوه او ټولو خلکو خپل دوکانونه پرېښودل او وتښتېدل.”
دی وايي: “زموږ او د شاوخوا ټولو دفترونو ښيښې، کمپيوټر، مېزونه، کوچونو او موټرو ښيښې ماتې کړې او په لسګونو زره ډالر زيان اوښتی دى.”
يادو کسانو ګواښ وکړ، که چېرې دولت يې امنيتي خوندي نه کړي خو خپلې پانکې به نورو هېوادونو ته ولېږدوي.
د داعش او طالبانو له خوا په يوه ورځ بريدونو ترسره کول خلکو ته اندېښنې پيدا کړې دي.
خو د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقيار بيا وايي چې دا هسې يو تصادف و، د طالبانو او داعش تر منځ په دې اړه کومه همغږي نه ده شوې.
همداراز هغه وويل چې داعش او طالبان سخت مخالف دي او هېڅکله په کابل کې په همغږۍ بريدونه نه ترسره کوي.
د حقيار په وينا، د داعش هدف معلوم دى او ډېرى مهال هماغه يوه سيمه کې بريدونه ترسره کوي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د کابل لسمه حوزه کې د دوى موخه هغه استخباراتي اداره وه چې د کندوز د دشت ارچي پر مدرسې يې بريد تنظيم کړى و.
هغه زياته کړې چې په دغه مرکز کې دغه راز د هېواد په نورو سيمو کې هم هوايي بريدونه پلان کېږي.
مجاهد ادعا کړې ده چې په دغه بريد کې يې ګڼ شمېر کورني او بهرني استخباراتي کار کوونکي يې وژلي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي